نواز شریف بیا د «مسلم لیګ نون» ګوند مشر وټاکل شو
۱۳۹۶ مهر ۱۱, سهشنبهد پاکستان پخوانی لومړی وزیر نواز شریف یووار بیا د راتلونکو څلورو کلونو له پاره د پاکستان مسلم لیګ نون گوند، مشر ټاکل شوی دی. بې له هغه بل هیڅوک دغې څوکۍ ته کاندید نه وو. هغه په داسې حال کې د سه شنبې په ورځ د ګوند نوی مشر وټاکل شو، چې د دوشنبې په ورځ د پاکستان پارلمان یوه نوې لایحه تصویب کړه. د دغې لایحې له مخې هغه کس چې د محکمې له لورې تر ناوړ ګرځیدو وروسته هم په ګوند کې څوکۍ لرلی شي.
تر دې دمخه قانون داسې وو چې یو کس د محکمې له لوري ناوړ وګرځول شي، نو هغه په ګوند کې هیڅ ډول څوکۍ نه شي تر لاسه کولای. د پاکستان سترې محکمې په جولای میاشتې کې د فساد په تور ناوړ بللی وو، چې د لومړي وزیر تر څوکۍ وروسته د ګوند له مشرۍ هم لاس پر سر شو.
له بله اړخه د پاکستان د اپوزیسیون ګوندونو اعلان کړی دی چې هغوی به د پارلمان د دغې لایحې پر ضد محکمې ته رجوع وکړي. د هغوی په خبره دغه لایحه یوازې د دې له پاره تصویب شوې چې نواز شریف بیرته د ګوند مشر شي.
د پاکستان مسلم لیګ نون، ګوند د عمومي شورا غونډه د سه شنبې په ورځ (د ۲۰۱۷م کال د اکتوبر دریمه) په اسلام آباد کې وشوه. کله چې نواز شریف د وینا له پاره راغی نو ګوندي ملگرو یې تود هرکلی وکړ. هغه په خپله وینا کې وویل: «په کراتو هڅه وشوه چې زه له واکه لیرې کړی شم، خو تاسو بیرته راوستم.»
هغه وویل چې دا قانون چې یو څوک د محکمې له لوري تر ناوړ ګرځیدو وروسته د ګوند کومه څوکۍ نه شي لرلی د پاکستان پخوان واکمن پرویز مشرف جوړ کړی وو.