«ننګرهار کې امنیتي ځواکونو سهوا ملکیان وژلي»
۱۳۹۷ خرداد ۸, سهشنبهاسوشیتد پرس خبري آژانس د ننګرهار ولایت د نوي والي حیات الله حیات له قوله لیکلي دي چې د دوشنبې په شپه په چپرهار کې د دغې پيښې په ترڅ کې اته ملکیان ټپیان شوي هم دي. عملیات د ځانګړو ځواکونو له لوري شوي دي.
د حیات الله حیات په خبره په وژل شوو کسانو کې د محلي پولیسو قوماندان هم شامل دی. زیاته شوې ده چې له هغه کوره چې چاپه پرې وهل شوې وه فیرونه کیدل، خو کله چې عملیات پای ته ورسیدل نو زیاتره قربانیان د ملکي کسانو په توګه وپيژندل شول.
په دې هکله تحقیقات کیږي چې د عملیاتو په ترڅ کې څرنګه ملکي کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.
خو د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوګیاڼي، بیا د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې د پيښې زیاتره قربانیان د مشرانو جرګې د مشر فضل هادي مسلمیار خپلوان دي. د خوګیاڼي په خبره «له کابل څخه ننګرهار ته د پیښې د څیړلو له پاره یو پلاوی رااستول شوی دی.»
د ننګرهار ولایتي روغتون ویاند انعام الله میاخیل هم دا خبره تائید کړې ده چې د عملیاتو په ترڅ کې د وژل شوو نهو کسانو جسدونه روغتون ته وروړل شوي دي.
د پيښې په هکله لا تر اوسه د افغانستان د دفاع وزارت کوم دریځ نه دی څرګند کړی.