ننګرهار: ځانمرګي بريد ۲۷ انسانانو ته مرګ ژوبله واړوله
۱۳۹۴ دی ۲۷, یکشنبه
د ننګرهار ولايت د ولايت وياند عطاالله خوږياني و رسنيو ته ويلي دي چي دغه بريد په جلال آباد ښار کي سوی دی. د هغه په وينا د ولايتي شورا د استازي عبيدالله شينواري په کور کي يوه غونډه جوړه سوې وه، په کومه چي دغه بريد تر سره سو.
ويل سوي چي عبيدالله شينواري د وسله والو له بند څخه د خپلې کورنۍ د يو غړي د آزادېدو خوښي لمانځله چي دغه بريد تر سره سو. د ولايتي وياند په وينا په دغه بريد کي پخپله شينواري ژوبل سوی دی. خوږياني زياته کړې، چي دا چي يو شمېر انسانان سخت ژوبل سوي دي، ښايي د وژل سوو کسانو شمېر لا لوړ سي.
د لومړيو معلوماتو له مخي دغه يو ځانمرګی بريد ؤ چي پکښي لږ تر لږه ۱۳ انسانان وژل سوي او ۱۴ نور ژوبل سوي دي. د دغه بريد پړه تر اوسه چا په غاړه نه ده اخيستې. د جلال آباد دغه بريد صرف څو ورځي ورسته کيږي، چي په دغه ښار کي د پاکستان پر قونسلګري بريد وسو. د قونسلګرۍ پر ودانۍ د بريد پړه داعش ته وفاداره ډلې په غاړه اخيستې وه. په دغه بريد کي ۷ انسانان وژل سوي ول.