1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نن په تاریخ کې

۱۳۹۰ بهمن ۱۴, جمعه

نن د جمعې ورځ د فبروري د میاشتې ۳مه نیټه او د ۲۰۱۲م کال ۳۴ ورځ ده. د کال پای ته ۳۳۲ ورځې پاتې دي.

https://p.dw.com/p/13wN1
انځور: Rob Stark/Fotolia/DW

په تاریخ کې د نن ورځ مهمې پیښې:

د ۱۶۹۰م کال پر همدغه ورځ د لمړي ځل له پاره بانکنوټونه په متحده ایالاتو کې راووتل.

د ۱۸۳۰م کال پر نن ورځ یونان د فرانسې تر سرپرستې لاندې خپلواکي اعلان کړه.

د ۱۹۳۱م کال پر همدې ورځ په نیوزي لند کې زلزلې ۲۵۶ تنه ووژل.

د ۱۹۴۳م کال پر نن ورځ په دوهمه نړیواله جگړه کې برتانوي پیلوټانو د آلمان د هامبورگ ښار بمباري کړ.

د ۱۹۴۵م کال د فبروري د میاشتې په ۳مه نیټه په دوهمه نړیواله جگړه کې امریکایي ځواکونو د جاپانیانو څخه د فلیپین پلازمینه مانیلا ونیوله.

د ۱۹۶۶م کال پر همدغه ورځ د روسیې بې پيلوټه هوایي بیړۍ په سپوږمۍ کې ښکته شوه او د هغه ځای څخه یې د ځمکې پر لور د سیگنالونو په رالیږلو پیل وکړ.

د ۱۹۸۹م کال پر نن ورځ په پراگوای کې لوړپوړو پوځي قوماندانانو د یوې کودتا په ترڅ کې واک تر لاسه کړ.

د ۱۹۹۶م کال پر همدې ورځ په چین کې د یوې زلزلې په ترڅ کې ۲۱۰ تنه ووژل شول او نور ۳۷۰۰ تنه یې ټپیان کړل.

د ۲۰۰۶م کال د فبروري د میاشتې په دریمه نیټه د مصر یوه بیړۍ چې په کې ۱۴۰۰ تنه سپاره ول، په سره سمندرگي کې ډوبه شوه او کابو ۱۰۰۰ تنه په اوبو کې ډوب شول. په دغه بیړۍ کې زیاتره سپاره کارگر وو.

د ۲۰۰۷م کال پر همدې ورځ د عراق په پلازمینه بغداد کې یو ځانمرگی برید تر سره شو چې په ترڅ کې یې ۱۳۷ تنه ووژل شول.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش