1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نن په تاریخ کې

۱۳۹۰ دی ۶, سه‌شنبه

نن د سه شنبې ورځ، د دسمبر د میاشتې ۲۷مه نیټه او د ۲۰۱۱م کال ۳۶۱ ورځ ده. د کال پاې ته ۴ ورځې پاتې دي.

https://p.dw.com/p/13a0e
انځور: Rob Stark/Fotolia/DW

په تاریخ کې د نن ورځ مهمې پیښې:

د ۱۷۴۹م کال پر همدې ورځ فرانسوي ځواکونو هالنډ لاندې کړ.

د ۱۹۳۲م کال د دسمبر په ۲۷ په نیویارک کې د، رادیو سټي، د موزیک تالار پرانیستل شو.

د ۱۹۴۴م کال په نن ورځ په دوهمه نړیواله جګړه کې روسي ځواکونو د بوداپیسټ ښار تسلیم کړ.

د ۱۹۴۵م کال پر همدې ورځ د انګلستان، امریکا متحده ایالاتو او د پخواني شوروي اتحاد د بهرنیو چارو وزیران په مسکو کې سره راغونډ شول او په کوریا کی یې د دموکراتیک الایتي دولت غوښتنه وکړه.

د ۱۹۷۲م کال د دسمبر په ۲۷مه نیټه آسترالیا د جنوبي ویتنام سره پوځي مرستې ودرولې او په دا شان یې د ویتنام په جګړه کې خپلې ښکیلتیا ته د پای ټکی کیښود.

د ۱۹۷۹م کال پر همدې ورځ روسي ځواکونه افغانستان ته راننوتل. حفیظ الله امین ووژل شو او ببرک کارمل د هغه ځای ناستی شو.

د ۱۹۹۲م کال پر د دسمبر په ۲۷ د امریکا متحده ایالاتو د عراق یوه جنګي الوتکه په عراق کې هغه وخت راوغورځوله کله چې یې د ملګرو ملتونو له خوا د هوایي قلمرو د مقرراتو څخه سرغړونه وکړه.

د ۲۰۰۷م کال پر همدې ورځ بې نظیره بهټو، پلازمینې اسلام آباد ته څیرمه د راولپنډې په ښار کې د یوې لویې غونډې وروسته په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شوه.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش