نن په تاریخ کې
۱۳۹۰ آذر ۱۰, پنجشنبهپه تاریخ کې د نن ورځې مهمې پیښې:
د ۱۸۲۱م کال پر همدې ورځ د ډومینیکن هیواد د هسپانیې څخه آزادي واخیسته.
د ۱۹۴۸م کال په ننې ورځ په اریحا کې د عربي هیوادونو په یوه کنفرانس کې، د شرقي اردن امارت عبدالله، د فلسطین د پاچا توګه اعلان شو.
د ۱۹۵۴م کال د دسمبر په لمړی نیټه د امریکا متحده ایالاتو د، نیشنلست چین ( اوسنی تاییوان) سره د امنیت دوه اړخیز تړون لاسلیک کړ.
د ۱۹۶۲م کال پر همدې ورځ هندوستان د چین له خوا د ډزبندې او پولي په سر د راپورته شوي کړکیچ په اړه د خبرو اترو وړاندیز رد کړ.
د ۱۹۸۱م کال په نن ورځ د یوګوسلاویا یوه مسافر وړونکي طیاره د اجاکیو هوایي میدان ته څیرمه د غرونو سره وجنګیده او په کې سپاره ټول ۱۷۴ تنه ووژل شول.
د ۱۹۸۸م کال د دسمبر د میاشتې په لمړې نیټه، بې نظیر بهټو، د پاکستان لمړنې ښځینه صدراعظمه وټاکل شوه. هغه په اسلامي هیوادونو کې هم لمړنې مشره وه.
د ۲۰۰۹م کال د دسمبر د میاشتې په لمړې نیټه د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر، بارک اوباما، افغانستان ته د نورو ۳۰ زرو اضافي سرتیرو د لیږلو اعلان وکړ.
آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: نجیب الله زیارمل