نن په تاریخ کې
۱۳۹۰ آبان ۲۶, پنجشنبهاعلان
په تاریخ کې د نن ورځې مهمې پیښې:
د ۱۵۱۱م کال پر همدې ورځ هسپانې او انګلستان د فرانسې به وړاندې اتحاد وکړ.
د ۱۵۵۸م کال پر ننې ورځ لومړۍ الیزابت د انګلستان ملکه شوه.
د ۱۸۰۰م کال پر همدغه ورځ د متحده ایالاتو پارلمان خپله لومړۍ غونډه تر سره کړه.
د ۱۹۸۸م کال د نومبر د میاشتې په ۱۷مه نیټه په پاکستان کې د پیپلس ګوند په پارلماني ټاکنو کې بریالی شو.
د ۱۹۹۲م کال پر همدغه ورځ اټالیاوي پولیسو د مافیا په وړاندې جګړې کې ۷۵ کسان ونیول.
د ۲۰۰۹م کال پر همدې ورځ، د متحده ایالاتو ولسمشر اعلان وکړ چې د اقلیم د بدلون په اړه به یوه لویه پالیسې تر لاس لاندې ونیسي.
د ۲۰۱۰م کال پر ننې ورځ د سعودي عربستان پاچا د دغه هیواد د پوځونو د مشر په توګه خپل دنده خپل زوی ته وسپارله.
آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: نجیب الله زیارمل