1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نن په تاریخ کې

۱۳۹۰ آبان ۲۱, شنبه

نن د جمعې ورځ، د نومبر د میاشتې ۱۲ مه نیټه او د ۲۰۱۱م کال ۳۱۶ ورځ ده. د کال پاې ته ۴۹ ورځې پاتې دي.

https://p.dw.com/p/139fX
انځور: Rob Stark/Fotolia/DW

په تاریخ کې د نن ورځې مهمې پیښې:

د ۱۹۳۷م کال پر همدغه ورځ جاپاني پوځونو د چین شانګهای ښار تصرف کړ.

د ۱۹۴۱م کال د نومبر د میاشتې په دولسمه د پخواني شوروي ځواکونو په دویمي نړیوالې جکړې کې د مسکو ښار ته نږدې د وخت د آلمان د پوځ مخه ونیوله.

د ۱۹۴۸م کال پر ننې ورځ د جاپان پخوانۍ مشر، هایدیکي توجو او د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال یو شمیر نور جاپاني مشران د مرګ په سزا محکوم شول.

د ۱۹۹۵م کال پر همدې ورځ بریتانیا نایجیریا ته د وسلو پلورل بند کړل.

د ۲۰۰۳م کال د نومبر د میاشتي په دولسمه په عراق کې د یوې چاودنې له امله ۱۸ ایتالیایې سرتیرې او ۱۳ عراقیان ووژل شول. په پیښه کې د سلو څخه ډیر کسان ټپیان هم شول.

د ۲۰۰۵م کال پر همدې ورځ په آلمان کې د پولیسو او شاوخوا ۲۰۰۰ نوې نازیانو تر منځ شخړه رامنځ ته شوه.


آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض