نن په تاریخ کې
۱۳۹۰ آبان ۱۹, پنجشنبهپه تاریخ کې د نن ورځې مهمې پیښې:
د ۱۷۷۵م کال پر همدغه ورځ د امریکا متحده ایالاتو بحري ځواکونه جوړ شول.
د ۱۹۲۵م کال د نومبر د میاشتې په لسمه نومیالی د فلمونو لوبغاړی، ریچارد بورتون، نړی ته راغی.
د ۱۹۷۱م کال پر ننې ورځ په متحده ایالاتو کې ۴۱ د ښځو د حقونو فعالانې هغه وخت ونیولې شوي چې د سپیني ماڼۍ په مخ کې یې لاریون کاوه.
د ۱۹۶۴م کال پر همدې ورځ استرالیا په ویتنام کې د لا ډیر رول درلودلو لپاره یوه طرحه په لاره واچوله.
د ۱۹۷۷م کال د نومبر د میاشتې په ۱۰مه وسلوالو یوه الوتکه د دیترویت په ښار کې په خپلې قبضې کې راوستله او د آزادولو په مقابل کې یې د ۱۰ میلیونو ډالرو غوښتنه وکړه..
د ۱۹۸۶م کال پر همدې ورځ د متحده ایالاتو د وخت ولسمشر، رونالد ریګن، ایران ته د وسلو د پلورلو د معاملي د جزییاتو د اعلانولو څخه ډډه وکړه.
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل