نن په تاریخ کې
۱۳۹۰ آبان ۱۷, سهشنبهپه تاریخ کې د نن ورځې مهمې پیښې:
د ۱۷۹۳م کال پر همدغه ورځ په پاریس کې د ، موزه لوور، موزیم د خلکو په وړاندې پرانیستل شو.
د ۱۸۹۵م کال پر ننې ورځ الماني فزیک پوه، ویلهیلم کونراډ روینټګن، ایکسرې کشف کړه.
د ۱۹۴۲م کال پر همدې ورځ په دوهمه نړیواله جګړه کې د امریکا او برطانیې پوځونه فرانسې ته ورسیدل.
د ۱۹۵۶م کال د نومبر د میاشتې په ۸مه نیټه د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې د روسیې څخه وغوښتل چې د هنګري څخه خپل پوځونه وباسي.
د ۱۹۸۸م کال پر همدې ورځ د سري لنکا د ساحلي سیمو څخه کابو ۹۰۰۰ تنه سیلانیان هغه وخت را وویستل شول، کله چې سینهالي تندلارو دا ګواښ وکړ چې پر میلمستونونو به بریدونه وکړي.
د ۱۹۹۰م کال پر ننې ورځ د امریکا د متحده ایالاتو پخواني ولسمشر، جورج بوش، خلیج ته د نورو ۲۰۰ زرو امریکایي سرتیرو د لیږلو امر وکړ.
د ۱۹۹۱م کال د نومبر د میاشتې په ۸ نیټه کاناډا او اروپایي اتحادیې پر یوګوسلاویا اقتصادي بندیزونه ولګول تر څو په بالکان کې کورنۍ جګړې ته د پاې ټکی کیښودل شي.
د ۱۹۹۴م کال پر ننې ورځ فرانسې ۹۵ تنه اسلامي تندلاري ونیول.
د ۱۹۹۸م کال پر همدې ورځ په بنګله دیش کې ۱۵ تنو پخواني پوځي قوماندانو ته د دغه هیواد د لمړي وزیر د ترور په پیښه کې د مرګ سزا واورول شوه.
د ۲۰۰۳م کال پر همدغه ورځ د سعودي عربستان په پلازمینه ریاض کې د اوسیدو په یوه سیمه کې پر موټر کې ځای پر ځای شوي بم وچاودید چې په پایله کې یې ۱۷ تنه ووژل شول.
د ۲۰۰۶م کال پر ننې ورځ په پاکستان کې یو ځانمرګي بریدګر د پاکستاني پوځیانو تر څنګ ځان والوزوه، چې ۴۲ تنه سرتیرو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: نجیب الله زیارمل