نن په تاریخ کې
۱۳۹۰ آبان ۱۵, یکشنبهپه تاریخ کې د نن ورځې مهمې پیښې:
د ۱۸۶۰م کال پر دغه ورځ، ابراهام لنکلن، د امریکا د متحده ایالاتو د جمهور ریس په توګه وټاکل شو.
د ۱۹۳۷م کال پر همدې ورځ ایټالیه د المان ـ جاپان د کمونسیتي ضد تړون کې ورګډ شو.
د ۱۹۴۲م کال د نومبر په ۶مه نیټه د هندوستان په بینګال کې د سمندري طوفانونو له امله ۱۰ زره تنه ووژل شول.
د ۱۹۴۴م کال پر همدغه ورځ د انګلستان یو برحاله وزیر په قاهره کې د یهودي تندلارو له خوا ووژل شو.
د ۱۹۶۲م کال پر ننې ورځ ملګرو ملتونو پر جنوبې افریقا د توکم پالنۍ د پالیسو له امله د اقتصادي بندیزونو لپاره غږ پورته کړ.
د ۱۹۶۸م کال پر همدغه ورځ په پاریس کې د ویتنام د سولې خبرې اترې پیل شوې.
د ۱۹۷۰م کال همدغه ورځ ایټالیې، چین په رسمیت وپیژند.
د ۱۹۹۶م کال د نومبر د میاشتې په شپږمه نیټه د هندوستان په اتراپردیش کې د ګرد بادونو له امله ۱۰۰۰ تنو انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړ. په ۱۹۷۷م کال کې په اترپردیش کې د دغه ګرد بادونو له امله شاوخوا ۱۰ زره انسانان وژل شوي ول.
د ۲۰۰۱م کال پر همدغه ورځ د المان د هغه وخت صدراعظم، ګیرهارد شرودر، د امریکا له خوا د تروریزم پر ضد جګړه کې د ۳۹۰۰ تنو المانوي سرتیرو د شاملیدو اعلان وکړ.
د ۲۰۰۲م کال د نومبر د میاشتې په شپږمه نیټه د ملګرو ملتونو د ماشومانو ادارې « یونیسف » وویل چې په افغانستان کې د امیدوارې او د ماشوم د زیږدنې پر وخت په هرو ۲۰ دقیقو کې یوه مور مري.
اژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: نجیب الله زیارمل