نن په تاریخ کې
۱۳۹۰ آبان ۱۴, شنبهپه تاريخ کي د نن ورځي مهمي پيښي:
د ۱۸۱۷م کال د نومبر د مياشتي پر پنځمه مه نیټه د هندوانو او انګلیسانو تر منځ په پونې، ناګپور او اندور کې دریمه مهراشترا جګړه پیل شوه.
د ۱۹۱۴م کال پرهمدې ورځ فرانسه او بریتانیا د ترکیې په وړاندې د جګړی اعلان کوي.
د ۱۹۵۶م کال په دغه ورځ فرانسې او انګلستان مصر ته خپل ځواکونه و استول ترڅو د مصر او اسراییلو جګړه پای ته ورسوي.
د ۱۹۶۲م کال د نومبر د مياشتي په پنځمه نیټه ملګرو ملتونه له ټولو هیوادونو څخه وغوښتل چې د ۱۹۶۳ کال تر لومړۍ ورځې پورې باید د اتمي وسلو امتحانول پای ته ورسوي.
د ۱۹۸۵م کال پرهمدې ورځ د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې له ویتنام څخه وغوښتل چې له کولمبیا څخه څپل ځواکونه وباسي.
د ۱۹۹۲م کال د نومبر په پنځمه نیته په ګانا کې د لومړیو آزادو ټاکنو وروسته جیرې لاورنګس د دغه هیواد د ولسمشر په توګه په کار پیل وکړ.
د ۲۰۰۶م کال پر همدې ورځ د عراق پخوانۍ ولسمشر، صدام حسین، په اعدام محکوم شو.
د ۲۰۰۹م کال د نومبر په پنځمه سعودي عربستان، یمن ته الوتکې او ټانکونه واستول ترڅو په دغه هیواد کې نا آرامیو ته د پای ټکی کیږدي.
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکي: سید ریاض