1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نن په تاریخ کې

۱۳۹۰ مهر ۲۹, جمعه

نن د جمعې ورځ، د اکتوبر د میاشتې ۲۱مه نیټه او د ۲۰۱۱م کال ۲۹۴ ورځ ده. د کال پاې ته ۷۱ ورځې پاتي دي. په تاریخ کې د نن ورځې مهمې پیښې:

https://p.dw.com/p/12wVs
انځور: Rob Stark/Fotolia/DW

د ۱۸۴۷م کال پر دغه ورځ په سویټزرلینډ کې د عیسوي کاتولیکانو او پروتستنتانو تر منځ جګړه پیل شوه.

د ۱۸۶۱م کال د اکتوبر د میاشتې په ۲۱ نیټه د لمړي ځل لپاره په جنوبي امریکا کې د اور ګاډي پټلې افتتاح شوه.

د ۱۸۷۹م کال پر ننې ورځ امریکایي مخترع، توماس ایډیسن، د لمړي ځل لپاره برقي ګروپ وړاندې کړ.

د ۱۹۱۳م کال پر همدي ورځ په پرتګال کې د سلطنت د پلویانو پاڅون د ناکامې سره مخ شو.

د ۱۹۱۶م کال د اکتوبر په ‍۲۱مه نیټه، د اتریش لمړی وزير د یو سوسیالست له خوا ووژل شو.

د ۱۹۲۳م کال پر ننې ورځ په آسترالیا کې د ۱۶۰ پرله پسې د تودو ورځو لمړې ورځ پیل شوې وه چې د تودوخې درجه د ۳۸ سانتې ګراد څخه راښکته شوې نه وه.

د ۱۹۳م کال پر همدي ورځ جاپاني ځواکونو په چین کې کانټون تر خپلې ولکې لاندې راوست.

د ۱۹۴۴م کال په ننې ورځ په دوهمه نړیواله جګړه کې امریکایانو د المان د آخن ښار تر خپلې ولکې لاندې راوست.

د ۱۹۴۵م کال د اکتوبر په ۲۱ نیټه د لمړي ځل لپاره په فرانسه کې ښځو خپلې رایې وکارولې.

د ۱۹۶۹م کال پر همدې ورځ په سومالیه کې د یوې پوځې کودتاه په ترڅ کې ولسمشر، عبدي راشد علي شیرمارک، ووژل شو او په ختیځ المان کې د لمړي ځل لپاره د سوسیال دموکراتانو ویلي برنډ د صدراعظم په توګه وټاکل شو.

د ۱۹۷۳م کال پر دې ورځ د منځني ختیځ په شخړه کې د امریکا له لوري اسرایلو ته د وسلو ورکولو په سر د احتجاج په توګه، څلورو خلیجي هیوادونو امریکا ته د تیلو ورکول ودرول.

د ۱۹۹۶م کال د اکتوبر د میاشتې په ننې ورځ د ملګر ملتونو استازی کابل ته ورسید چې په دغه جنګ ځپلې ښار کې د جګړې مخه ونیسي.

د ۱۹۹۹م کال پر ننې ورځ سهار وختي تایوان یوې زورورې زلزلې ولړزاوه، چې په ترڅ کې یې ۲۳۰۰ تنه ووژل شول او شاوخوا ۸۲ زره کورونه یې ویجاړ کړل.

د ۲۰۰۰م کال پر همدې ورځ د افغانستان په شمالي ولایتونو کې د طالبانو او د مخالفینو تر منځ د جګړې له امله شاوخوا ۲۳ زره کورنې پاکستان ته کډه شوې.

اژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش