نن په تاريخ کې
۱۳۹۰ آبان ۱۳, جمعهپه تاريخ کي د نن ورځي مهمي پيښي:
د ۱۹۲۸م کال د نومبر د مياشتي پر څلورمه په امریکا متحده ایالاتو کې نیلي روز د لومړۍ ښځینه ګورنرې په توګه وټاکل شوه.
د ۱۹۴۴م کال پرهمدې ورځ مقاومت کوونکو اعلان وکړ چې یونان یې د نازیانو څخه آزاد کړی دی.
د ۱۹۶۴م کال په دغه ورځ خومیني د ایران څخه تبعید شو. هغه تر دې وروسته عراق کې میشت شو.
د ۱۹۷۹م کال د نومبر د مياشتي په څلورمه نیټه ایراني یاغیانو په تهران کې د متحده ایالاتو پر سفارت برید وکړ او امریکایې دیپلوماتان یې د ۴۴۴ ورځو لپاره یرغل ونیول. دغو یاغیانو د امریکایي دیپلوماتانو د آزادۍ په مقابل کې د ایران د پخواني شاه غوښتنه کوله.
د ۱۹۹۲م کال پرهمدې ورځ ایراني حکومت یو امریکايي تجار د درغلیو په تور زندان ته واستوه.
د ۱۹۶۸م کال د نومبر په څلورمه نېټه، د افغانستان په جګړې کې ښکیلو اړخونو د امریکا په منځګړیتوب یو تړون لاسلیک کړ ترڅو په افغانستان کې جګړې ته د پای تکی کیږدي.
د ۲۰۰۱م کال پر همدې ورځ د عرب لیګ د هیوادونو مشرانو په دمشق کې پر اسامه بن لادن نیوکې وکړي.
د ۲۰۰۵م کال د نومبر په څلورمه د پاکستان د وخت ولسمشر، پرویز مشرف، متحده ایالاتو څخه د الوتکو د اخستلو یوه معامله لغوه کړه. هغه وویل چې د الوتکو د اخستلو لپاره بیلې شوې پیسې به د زلزله ځپلو خلکو لپاره د مرستو د برابرولو په موخه مصر شي.
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکي: عبدالباري حکی