نن په تاريخ کي
۱۳۹۰ مهر ۱۳, چهارشنبهپه تاریخ کي د نن ورځي مهمي پیښي:
د 1796 کال په دغه ورځ هسپانیې د برتانیې سره د جګړې اعلان وکړ.
د 1947 کال د اکتوبر د مشاتي پر پنځمه نېټه د امریکا د متحده ایالاتو د هغه وخت ولسمشر، هیري ایس. ټرومن، د لمړي ځل لپار په خپله تلویزوني وینا کې د امریکا د خلکو څخه وغوښتل چې د سې شنبې په ورځ د غوښو او د پنجشنبې په ورځ د چرګانو د خوړلو څخه ډډه وکړي تر څو په اروپا کې د هغه کسانو سره چي د لوږې له لاسه د مرګ د ګواښ سره مخامخ دي مرسته وسي.
د 1965 کال په دغه ورځ پاکستان د مالیزیا سره دیپلوماتیکي اړیکي په دې لامل پریکړې، چي د پاکستان او هند تر منځ د کشمیر پر سر راپورته شوې لانجه کي د هندوستان طرفداري کړې.
د 1970 کال په دغه ورځ د مصر یوازني سیاسي ګوند انور سادات دې ته ونوماوه چې د پخواني ارواښاد ولسمشر، جمال عبدالناصر، ځای ناستی شي.
د 1981 کال په دغه ورځ د سویډن پخواني ديپلومات، راوول والین بیرګ، ته د امریکا متحده ایالاتو اعزازي تابعیت له دې امله ورکړل شو، چي په دوهمه نړیواله جګړه کي یې د بشري خدماتو لپاره هلي ځلي کړې وې.
د 1983 کال د اکتوبر د مياشتي پر پنځمه نېټه د پولینډ د کارګرانو د یووالي تحریک مشر، لیخ ولېسا، د نوبل جایزې ته ونومول سو.
د 1989 کال په دغه ورځ دلای لاما د نوبل جایزه وګټله.
د 1993 کال د کتوبر د مياشتي پر پنځمه نېټه، چین د اټومي وسلو پر ازموینه لګول شوی بندیز مات کړ.
د 2009 ميلادي کال په دغه ورځ د پاکستاني طالبانو نوي مشر، حکیم الله محسود، د اورپکو د مشرې تر ګټلو وروسته د لومړي ځل لپار خبریالانو سره ولیدل. تر دې د مخه داسې ګنګوسې وې، چي د طالبانو د پخوانې مشر تر وژل کیدو وروسته د دوو ګروپونو تر منځ د مشرې په سر راپورته شوې لانجه کي ښاېي هغه وژل شوی وي.