نظرپوښتنه: ۵۰ سلنه کسان نور مهاجر نه غواړي
۱۳۹۶ فروردین ۲۰, یکشنبهآلمان کې د «برتلسمن» بنسټ لخوا د مهاجرت موضوع په اړه يو تازه تحقيق ترسره شوی دی. د دغه تحقيق پايلې ښيي چې ۵۴ سلنه ځواب ورکونکي په آلمان کې د ميشتو مهاجرو له اړخه شته انديښنې کافي ګڼي. دوی په آلمان کې د موجوده مهاجرو شمير هيواد لپاره کافي ګڼي او د لا زياتيدو سره يې رضايت نلري.
د دغه تحقيق په يوه برخه کې راغلي دي: « ډیری خلک فکر کوي چې په آلمان کې مهاجر نور خپل تر ټولو پورتني حد ته رسيدلی او د نورو مهاجرو د منلو په اړه يې رضايت د پام وړ کم شوی دی».
د «برتلسمن» بنسټ د مهاجرت د چارو کارپوه، اولریک کوبر، دويچه ويله سره په مرکه کې وويل چې د دوی لخوا ترسره شوی تحقيق ښيي چې په اساسي توګه لا هم آلمانيان له مهاجرو څخه هرکلی کوي. هغه وویل: « زه فکر کوم دا ډيره مهمه ده چې وکتل شي چې د دوه کلن پراخ مهاجرت سره سره لا هم د يو ځواکمن ښه راغلاست دود شتون لري».
محققان وايي که څه هم په آلمان کې د « ښه راغلاست دود» د فشار لمړنۍ آزموينې ترسره شوې، خو سربيره پر دې يو لړ شکونه او ترديدونه رامنځ ته شوي دي.
له بل لورې د تحقيق ۷۴ سلنه برخوالو ويلي دي چې دوي د مهاجرو په هکله مثبت نظر لري، خو ۵۹ سلنه نورو ګډونوالو بيا ويلي دي چې نور د لازیاتو مهاجرو د منلو توان شتون نلري.
آلمان کې د مهاجرت او د پناه غوښتنې د بحران موضوع، په داسې حال کې چې سږکال په دغه هيواد کې عمومي انتخابات ترسره کيږي، د آلمان په سياسي بحثونو کې په يوه مهمه موضوع اوښتې ده.
د آلمان پر صدراعظمې انګلا مرکل نيوکې کيږي چې په ۲۰۱۵ کال کې یې د جګړو او فقر له امله د منځني ختيځ او افريقايي هيوادونو مهاجرو پر مخ د هيواد دروازې پرانيستې پريښې وي. د مخالفتونو سربيره مرکل د آلمان ظرفيتونو ته په کتو ويلي دي چې « مونږ کولای شو د هغه له عهدې څخه ووځو»، خو د هغې دغه خبره هم د مخالفانو د له غبرګونو څخه بې برخې نده پاتې شوې.
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (23.11.2016):