نرم، نري کمپیوټري سکرینونه په جوړېدو دي
۱۳۹۰ آذر ۲۵, جمعهد دغه تخنيک په مرسته به د ډېرو خلکو لوړ خيالونه او هيلې په رشتيا بدلې شي. د آلمان ولسمشر، کريستيان وولف، پخپله په برلين کې ګټونکو ته جايزه ورکړه. په دغې جایزې پورې ۲۵۰۰۰۰ یورو هم تړلي دي.
د جايزې ګټونکي د آلمان د ختيځ څخه دي چې مشري يې ښاغلی کارل لېو کوي. لېو ۱۵ کاله پخوا دا مفکوره درلوده تر څو داسې عضوي پلاستيکي توکي رامنځته کړي، خو هغه وخت چا ورسره لېوالتيا څرګنده نه کړه. حتی ډېرې نيوکې هم ورباندې وشوې.
د راتلونکې جايزه سږ کال دا هم ښېي چې خپلې مفکورې ته وفا درلودل څومره ګټورې پايلې لرلای شي. د جايزې تر لاسه کول دا معنا هم لري چې نوموړې اختراع به په نزدې راتلونکې کې بازار ته راوځي.
د درېسدن ښار د فراونهوفر انستيتوت او د درېسدن تخنيکي پوهنتون هم له دغه بهير سره علاقه لري. اوسني کمپيوټري سامان آلات له غير عضوي سليکون موادو څخه جوړیږي، خو هغه ګران دي او هم ډېر کلک دي.
اوسنی نوښت دا دی چې عضوي توکي واخيستل شول، چې هغه بيالوژيک نه دي، بلکې د کاربون يا سکرو د موادو څخه جوړ دي. انجينرانو نور اضافي مواد هم ورګډ کړل چې له دې لارې يې د دغو توکو د برېښنا د لېږد وړتيا بدله کړه.
د نورو موادو په ورزياتولو سره د الکترونیکي لېږد وړتيا يو ميليون ځله لوړه شوه. اوس دغه نوي ډول عضوي مواد هم انرژي په رڼا بدلولای شي او هم بر عکس د لمر رڼا په برېښنا بدلولای شي.
په دې وروستيو کې د موبايل صفحې هم په دې ټکنالوژۍ سنبالې جوړې شوې دي، خو د لمر يا شمسي رڼا د لارې د برېښنا د توليد نوي سامان آلات لا بازار ته نه شي راوتلی، ځکه چې د اغېزمنتيا کچه يې يوازې نهو سلنو ته رسيږي.
آژانسونه/ نسیم صابر
کتونکی: مسعود جهش