1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ناڅاپي مهاجرت که «تنظیم شوی اشغال»؟

ستار جهش/ اژانسونه۱۳۹۴ دی ۶, یکشنبه

د چک جمهوریت ولسمشر اروپا ته راتلونکي مهاجر له «تروجن اس» سره مقایسه کړي دي او اروپا ته د مهاجرو راتګ یو «تنظیم شوی اشغال» بولي. د هغه دا څرګندونو د ځینو کسانو غصه راپارولې ده.

https://p.dw.com/p/1HUAA
Tschechien Milos Zeman Staatspräsident
انځور: picture-alliance/AP Photo/P.D. Josek

د چک جمهوریت ولسمشر مالوس زیمان خپل د کریسمس په پیغام کې د مهاجرو د ښه راغلاست پر ضد ګواښ ورکړی او ویلي یې دي چې د اروپا د میلمه پالنې دا تګلاره «خوشباوره او ساده» ده.

په دې پیغام کې چې د شنبې په ورځ (د دسامبر ۲۷مه نېټه) نشر شوی دی، هغه زیاته کړې ده: «زه په بشپړه توګه پر دې قانع یم چې موږ د مهاجرو له ناڅاپي مهاجرت سره نه بلکې له یو تنظیم شوي اشغال سره مخامخ یو».

دې ۷۱کلن ولسمشر د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال د خپل هیواد د اوسیدونکو د مهاجرت په اړه هم ویلي دي چې «د چک جمهوریت اوسیدونکي د دې له پاره لویې بریتانیا ته مهاجر شوي وه چې جګړه وکړي او خپل هیواد ازاد کړي او هدف یې د ټولنیزو مرستو تر لاسه کول نه ؤ».

د چک جمهوریت ولسمشر د مهاجرو پر وړاندې خپل د دریز له کبله مشهوره دی. په نومبر میاشت کې هغه د دې هیواد په پایتخت پراګ کې د ځینې ښي اړخو سیاستوالو او د پارلمان ځینې غړو سره یو ځای د اسلام ضد په یوې مظاهرې کې برخه اخیستې وه.

د سږ کال په پیل کې هغه ګواښ ورکړ چې مهاجر ښایي ځان سره ترهګرۍ او ناروغۍ راوړي.

Tschechien Milos Zeman anti-islam Rede in Prag
انځور: Getty Images/AFP/M. Cizek

ډیر شمیر خلک د مهاجرو ضد دي

د کریسمس په دې پیغام کې زمان همداراز د مهاجرو کړکیچ او خپل دا ګواښ د تروجن آس او افسانوي پیغمبرې کسندره سره پرتله کړی دی.

هغه ویلي دي: «کله زه فکر کوم زه کسندره یم او د ترای اوسیدونکو ته وایم چې دا [د لرګيو] اس ښار ته مه راوړئ».

په ځواب کې د دې هیواد لومړي وزیر بوهوسلوف سوبوتکا ویلي دي چې د زیمان پیغام د «تعصب او د هغه د هرې موضوع له پاره د اسانه حل» پر مفکورې ولاړ دی.

یوازې یو کم شمیر مهاجر چې له چک جمهوریت څخه تیریدل دا پریکړه یې کړې ده چې هلته پاتي شي او ډیر شمیرو یې بیا ځان آلمان او د اروپا نورو ثروتمنده هیوادو ته رسولي دي. ځینې مدني فعالان بیا په دې اند دې چې د چک جمهوریت په لوی لاس له مهاجرو سره ناوړه چلن کوي تر څو نور مهاجر دې هیواد ته د تګ له پاره زړه ښه نه کي.

د یوې نوې سروې له مخې د چک جمهوریت ۸۰سلنه اوسیدونکي نه غواړي چې هیواد ته یې مهاجر راشي.

[د تراې ښار په پخوا زمانو کې یو قوي پاچاهي وه. په کیسو کې داسې راغلي دي چې د لسو کلونو له پاره یونانیانو کوښښ وکړ چې د ترای ښار ونیسي او ناکامه پاتې شول، ځکه د دې ښار دیوالونه ډیر لوړ وه. یونانیانو یو د لرګیو لوړ اس جوړ کړ او په منځ کې یې خپل سرتیرې ځاې پر ځاې کړل دا اس اوس د تروجن اس په نامه یادیږي. کله چې د ترای خلکو ولیدل چې یونانیان تښتیدلي نو اس یې ښار ته دننه کړ. د شپې پر مهال د اس دننه پټ سرتیري بهر شول او د ترای ښار دروازه يې نورو یوناني سرتیرو ته چې د ښار څخه بهر پټ ول، وازه کړه او همداراز دا ښار د یونانیانو لاس ته راغی.]