1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ناټو په ځنډ سره نوې ستراتيژي جوړه کړه

۱۳۸۹ آبان ۳۰, یکشنبه

ناټو په خپله غونډه کي د افغانستان د موضوع تر څنگ پر خپلو پولو د دفاعي راکټونو د سيسټم او د روسيې سره پدې لړ کي د همکارۍ د پريکړه وکړه. د ناټو د نوې ستراتيژۍ په هکله د المان ږغ د همکار کرسټوف هسل باخ داسي تبصره کوي:

https://p.dw.com/p/QEfU
انځور: AP

د ناټو وروستۍ ستراتيژي په 1999م کي هغه وخت جوړه کړل سوه کله چي د سړې جگړې د پای ته رسېدو تقريباً لس کاله پوره سوي وه. مانا دا چي هغه وخت لا د ناټو د رامنځ ته کېدو اصلي موخي نوري موجودي نه وې.

خو بيا هم په ناټو کي ډېر زاړه جوړښتونه پاته دي. د بېلگي په توگه د يوه تر اندازې زيات سترې ملکي ادارې شتون او د داسو سترو ملي پروژو لگښتونه چي د بشپړه جوړښت سره پېيلي ندي.

اوس ناټو غواړي چي ځان سپک کړي او هغه پداسي حال کي چي دغه کار بايد پخوا لا تر سره سوی وای. ناټو کولای سي چي د خپلو بوديجو څخه په کار اخيستلو سره خپل جوړښتونه واړه کړي بېله دې چي پر دفاعي ځواک يې منفي اغېزه ولري.

ښايي چي دا به د تعجب وړ خبره وي چي د ناټو د بعضو مرکزونو د تړلو پر پرېکړه هيڅ احتجاج ندی رامنځ ته سوی خو ښايي هغه وخت د خلکو ږغونه پورته سي چي د مرکزونو د تړلو د فيصلو عملي کېدل پېل سي.

خو ناټو يوازي سپما نه کوي، بلکي د راکټونو د داسي دفاعي سيسټم پلان لري چي له مخه به يې نه يوازي د جگړې په ډگر کي د خپلو عسکرو، بلکي د ناټو د غړو هيوادونو د حدودو څخه هم دفاع وکولای سي.

دا چي روسيه به تر کومه ځايه پدې کي برخه واخلي لا نده څرگنده. د بېلگي په توگه په بالکان کي و روسيې ته د راکټونو مسؤليت په لاس ورکولو ته بعضي اروپايان د شک په سترگه گوري چي ولي چي روسيه د اېران سره ښې اړيکي ساتي. او پدې لړ کي پر روسيې اعتقا کول عجبه ورته ښکاري.

خو د راکټونو د دفاعي سيسټم پرېکړه يوه ښه پرېکړه ده ولي. لکه څنگه چي اټومي ځواکونه امريکا او فرانسه وايي چي دغه به اټومي وېرونه بشپړه کړي. په نژدې راتلونکي کي به ناټو د ذروي وسلو صرف نظر ونه کړای سي. د سپمونې د پرېکړو تر څنگ به د راکټونو د دفاعي سيسټم جوړول هغه وخت د ناټو په غړو هيوادونو کي فريادي ږغونه پورته کړي کله چي څرگنده سي چي دغه غړي هيوادونه به څومره زياتي پيسې پدغه پروژو کي لگول ته اړ وي.

ولي چي تر اوسه پوري د ناټو مشر راسموسن يوازي د زوړ سيسټمونو څخه د يوه جال جوړولو خبره کوي او نه په بشپړه توگه د نوي سيسټم د جوړونې څخه.

په ټوليزه توگه ناټو په جوړښت کي د ريفورم راوستلو په ترځ کي پر سمه لاره روانه ده. خو د هېښتيا خبره دا ده چي د ناټو دغه نوې تگلاره په څومره ځنډ سره رامنځ ته کيږي.دا هغه څه ته اوس پام کوي چي له کلنو راهيسي بدل سوي وه. د بېلگي په توگه د افغانستان په جگړه کي ناټو تر يوې ازموينې تيريږي.

دغه جنگ چي د ناټو د غړو هيوادونو د پولو څخه دباندي په غېرمتناظره توگه تر سره کيږي اوس د ناټو په غړو هيوادونو کي د دغې جگړې د پای ته رسولو لپاره فشار زيات سوی دی او ناټو اوس د افغانستان څخه د وتلو اعلان کوي. د زياتو غړو هيوادونو لپاره د دغې جگړې د انساني ژوندونونو او مالي قيمت تر څنگ اوس سياسي قيمت هم اوس تر اندازې ډېر زیات سوی دی. او امکان لري چي د نوې ستراتيژۍ د عملي کولو تر وخت پوري حالات بيا بدل سي خو که ناټو اوس يوازي د خپلو سرحدونو تر دفاع پوري ځان محدوده وساتي دا به يوه تېروتنه وي.

ناټو به بيا پدې توگه اوس او په راتلونکي کي يوازي د خپل ځان د دفاع جوگه نه وي. له بلې خوا په نړۍ واله توگه د ثبات رامنځ ته کولو لپاره په سخته و ناټو ته اړتيا سته. او که ناټو د خپل دغه مسؤليت څخه سترگي پټي کړي نو ښايي نړۍ تر دې لا زياته ناقراره سي.

هسلباخ/احمدولي اڅکزی

کتونکی: محمد قاسم نوري