1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ناټو په لوگر کي د پنځو تنو افغان عسکرو وژل تائيد کړل

نجيب الله زيارمل/ آژانسونه۱۳۹۲ اسفند ۱۵, پنجشنبه

افغان چارواکي وايي چي د هيواد په ختيځ کي يې د ناټو ځواکونو په يوه هوايي بريد کي پنځه تنه عسکر وژل سوي دي. ناټو ويلي دي چي دغه افغان عسکر په «تيروتنه» کي وژل سوي دي.

https://p.dw.com/p/1BKy2

د لوگر د والي وياند دين محمد درويش له دويچه ويله سره په خبرو کي وويل چي د بې پيلوټه الوتکي دغه بريد د پنجشنبې ورځي په سهار (۲۰۱۴ کال د مارچ ۶) د دغه ولايت په چرخ ولسوالي کي د ملي اردو پر يوې پوستې باندي ترسره سوی دی. هغه وويل چي د بريد دليل معلوم نه دی او څېړني رواني دي.

د افغانستان د دفاع وزارت وياند ظاهر عظمي هم په خپله تويتر پاڼه کي ليکلي دي چي «د لوگر ولايت په چرخ ولسوالۍ کي د ناټو ځواکونو په يوه هوايي بريد کي د ملي اردو پنځه ته عسکر وژل سوي او اته تنه نور ټپيان سوي دي.»

د چرخ والسوال خليل الله کمال هم د فرانسې خبري آژانس ته ويلي دي چي د پيښي له ځای څخه يې له نژدې ليدنه کړې ده او ويلي يې دي چي بريد د بې پيلوټه الوتکي له خوا تر سره سوی دی.

کمال ويلي دي: «دغه پوسته په بشپړه توگه له منځه تللې ده... د دې ترمخه امريکايانو له دغي اډې څخه کار اخيست، خو له هغه وخت راهيسي چي امريکايي ځواکونه وتلي دي د ملي اردو ځواکونه پکښې مېشته ول. دغه پوسته د يوې تپې پر سر باندي ده.»

د لوگر د والي وياند وويل چي د دغه بريد په اړه له دوی سره هيڅ همږغي سوې نه ده او دوی اصلاً خبر نه ول چي دغه شان يو بريد ترسره کيږي.

په افغانستان کي د ناټو ځواکونو وياند کايتلين سنو وويل: «موږ دا تائيدوو چي د افغانستان په ختيځ کي د نن سهار په عملياتو کي پنځه تنه افغان عسکر وژل سوي دي.»

داسي ښکاري چي د افغان ملي اردو دغه تلفات به د ولسمشر کرزي او غرب ترمنځ اړيکي نوري هم خړي پړي کړي.

د دې ترمخه هر وخت چي د ملي اردو عسکر يا ملکي وگړي د بهرنيو ځواکونو په بريدونو کي وژل سوي دي افغان ولسمشر حامد کرزي سخت غبرگون ښوولی دی.