1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ناټو په افغانستان کې ښايي خپل ماموریت وغځوي

۱۳۹۴ مهر ۱۷, جمعه

امریکا او د ناټو غړو د پنجشنبې په ورځ له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د ایستلو بهیر د ورو کولو اراده وښوله. تیره اوونۍ طالبان په تیرو ۱۴ کلونو کې د لومړي ځل له پاره د افغانستان د یوه ښار په نیولو وتوانیدل.

https://p.dw.com/p/1GlOr
انځور: picture-alliance/dpa/O. Hoslet

د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزیر اشتون کارتر، ویلي دي چې هغه د ناټو له هیوادونو څخه له افغانستان څخه د وتلو په مهال ویش کې په داسې حال کې د انعطاف پذیرۍ غوښتنه وکړه چې امریکا متحده ایالات له دې هیواد څخه د خپلو ځواکونو ایستلو په مخکني پلان کې د بدلون راوستلو په اړه فکر کوي. د اوسني پلان له مخې به تر ۲۰۱۶ کال وروسته په افغانستان کې یوازې د امریکا د دیپلوماتیکو ماموریتونو د ساتنې په کچه امریکایي سرتیري میشت وي.

کارتر په بروکسل کې د ناټو د دفاع وزیرانو تر غونډې وروسته وویل: «یو شمیر هیوادونو نن د خپلو پلانونو د بدلولو اراده څرګنده کړه.»

د ناټو عمومي منشي ینس ستولتنبرګ، خبریالانو ته وویل: «زه داسې فکر کوم چې زموږ ډیر شمیر متحدین د اړتیا په صورت کې په افغانستان کې د لا اوږدې مودې له پاره پاتې کیدل غواړي.»

که څه هم افغان امنیتي ځواکونه د کندز ښار په بیا نیولو توانیدلې دي، خو د طالبانو لاس ته د دغه ښار لویدو، د ډیر شمیر کسانو په منځ کې د افغان امنیتي ځواکونو د وړتیا په اړه اندیښنې رامنځ ته کړې دي.

امریکا متحده ایالاتو له ۲۰۰۲ کال راهیسې د افغان امنیتي ځواکونو پر روزنه، تجهیز او تمویل باندې ۶۵ میلیارده ډالر لګولي دي چې اوس یې شمیر ۳۵۰۰۰۰ زرو ته رسیږي. پلان شوې وه چې تر ۲۰۱۷ کال وروسته د افغان ځواکونو شمیر هم راکم شي، خو د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزیر اشتون کارتر وویل چې د خپل هیواد له سنا څخه یې غوښتي دي چې تر ۲۰۱۷ کال وروسته هم د افغانستان پوځ په همدې اندازه وساتل شي او تمویل یې کړي.

په عین حال کې د آلمان د دفاع وزیرې اورزلا فون دیر لاین، هم دې موضوع ته اشاره وکړه چې په افغانستان کې میشت بهرني ځواکونه ښايي په افغانستان کې ټاکل شوي وخت څخه د لا ډیرې مودې له پاره په دغه هیواد کې پاتې شي. هغې وویل: «موږ باید دا موضوع له سره وڅیړو چې په افغانستان کې خپل کار ته څرنګه دوام ورکوو او دا چې ایا موږ باید د لا اوږدې مودې له پاره دغه هیواد کې پاتې شو او که نه؟»

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو قوماندان جنرال کمپبیل، ولسمشر اوباما ته تر ۲۰۱۶ کال وروسته هم په افغانستان د ډیر شمیر ځواکونو پریښودلو وړاندیز کړی دی. هغه تیره اوونۍ د خپل هیواد د کانګرس پر وړاندې خبرو کې وویل چې په افغانستان کې د القاعدې او اسلامي دولت ترهګرې ډلې د ګواښونو ډیریدل د هغو فکتورونو په ډله کې دي چې له مخې یې ده ولسمشر اوباما ته خپل وړاندیزونه کړي دي.

د آلمان د دفاع وزیرې هم ټینګار وکړ چې د افغانستان له پاره پالیسې هم باید د دغه هیواد شرایطو په پام کې نیولو سره جوړه شي: «دا په دې معنی ده چې موږ مسوولیت افغانانو ته په داسې توګه سپارو چې هغوی د خپل هیواد د باثباته ساتلو توان ولري.»

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب