1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ناټو: د کابل د بریدونو شکمن کسان مو نيولي

۱۳۹۰ شهریور ۲۵, جمعه

ایتلافي ځواکونو د پنجشنبې په ماښام ویلي چې ناټو او افغان امنیتي ځواکونو په کابل کي د ناټو پر مقر او د امریکا د متحده ایالاتو پر سفارت د شوي برید په تور لږ تر لږه دوه شکمن تنه نیولي دي.

https://p.dw.com/p/12a85
بريدګرو يوه لوړه ودانۍ نيولې وه
بريدګرو يوه لوړه ودانۍ نيولې وهانځور: dapd

د ناټو ایتلافي ځواکونو له خوا په یوه اعلامیه کې راغلي چې یو طالب شکمن او د پاکستاني میشته حقاني د شبکې یو تن یې پر پلازمیني کابل د شوي برید په تړاو نیولي دي. په دغه برید کې تر ۱۵ زیات تنه وژل شوي وو.

د ایساف دغه اعلامیه زیاتوي چې یو شکمن طالب (او د هغه نور ملګری چې په کابل کې یې د سپتمبر د ۱۳ پیښي سربیره پر افغان او ایتلافي ځواکو نور بریدونه همغږي کړي، نیول شوی.)

ایساف زیاتوي چې نیول شوي کس په موټر کې د ځای پر ځای شوو چاودیدونکو توکو د چولو پلان هم درلود چې په پکتیا کې ونیول شول.

اعلامیه کاږي چې د افغان امنیتي او د ناټو د ایتلافي ځواکونو له لوري د حقاني د شبکي یو غړی د عملیاتو په ترڅ کې په خوست ولایت کې نیول شوی دی.

د امریکا متحده ایالاتو پر پاکستان زور راوړی چې د حقاني شبکې پر ضد د پاکستان په قبایلي سیمه کې ځمکني عملیات تر سره کړي خو امریکا وایې چې پاکستان یواځي د پاکستاني طالبانو پر لور خپله توجه اړولې ده.

د کابل برید تر مخه د امریکا متحده ایالاتو په وردګو ولایت کې د امریکايي ځواکونو پر مقر د شوي ځانمرګي برید پړه هم د حقانې پر شبکې ور اچولې وه. په دغه ځانمرګي برید کې ۳ تنه افغانان ووژل شول او لږ تر لږه ۷۷ امریکایې سرتیري ټپیان شوي ول.

د امریکا د متحده ایالاتو د دفاع وزیر تیره ورځ پاکستان ګواښلې وو چې د کابل د برید په څیر بریدونه د زغملو وړ نه دي.

اژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: احمدولي اڅکزی