1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ناټو د روسيې د همکاريو په تمه ده

۱۳۸۹ آبان ۵, چهارشنبه

ناټو وايي چي د روسيې سره د همکاريو د نوي پړاو د پيل کيدو انتظار لري، په دې همکارۍ کي د افغانستان جګړه او د توغنديو د ګډ دفاعي سيستم جوړول هم شامل دي.

https://p.dw.com/p/PonG
د ناټو عمومي منشي اندرس فورګ راسموسن
د ناټو عمومي منشي اندرس فورګ راسموسنانځور: AP Graphics/DW

د ناټوعمومي منشي اندرز فوګ رازموسن د يوې برتانوۍ ورځپاڼي سره په مرکه کي يلي دي چي په راتلونکي مياشت کي د ناټو په سر مشريزه کي د روسيې د ولسمشر ديميتري ميدوديف ګډون به د ناټو او مسکو اړيکي له سره د ښه کېدو پر خوا رواني سي.

د ناټو او روسيې اړيکي هغه مهال خړي پړي سوې چي په 2008 کال کي روسيې پر گرجستان باندي پوځي هجوم ور وړی.

رازموسن وويل: « دغه سر مشريزه به د ناټو او روسيې په اړيکو کي د يو نوي پيل ښکارندوی وي.»

هغه زياته کړه :« دا به د ناټو او روسيې په يوې ګټوري سرمشريزي بدله سي او په يقين سره ويلای سم چي دا به د دواړو اړخونو همکاريو ته چي په 2002 کال کي د ناټو او روسيې د شورا سره پيل سوې، يو نوی خوځښت ورکړي.»

د نومبر په نيمايي کي د پرتګال په پلازمېنه لزبن کي د ناټو د 28 غړو هيوادونو د مشرانو کنفرانس دايريږي. د افغانستان د جګړې د ستراتيژي ارزونه د دغه کنفرانس مهمه اجنداء جوړوي.

د ناټوعمومي منشي وويل چي د لزبن کنفرانس به د افغانستان په هکله د ناټو او روسيې د ژورو همکاريو شاهد وي.

برتانوۍ ورځپاڼه فيننشل ټايمز د ناټو د چارواکو له خولې رپوټ ورکوي چي د امريکا متحده ايالات او روسيه په گډه پر يو پلان باندي کار کوي تر څو د افغانستان امنيتي ځواک په 20 څرخي الوتکو سمبال کړي.

ويل سوي چي دغه الوتکي به د مسکو له خوا افغان ملي ځواک ته ورکړل سي.

ورځپاڼه کاږي چي، په عينی وخت کي ناټو په دې لټه کي ده چي روسيه قانع کړي ترڅو د دغه هيواد له لاري په افغانستان کي نړيوالو ځواکونو ته د اکمالاتو د ليږدولو لمن پراخه کړي.

ناټو غواړي چي په دغو اکمالاتو کي د غير محارب وسايلو ترڅنګ وسلې او جنګي وسايل هم شامل کړل سي.

افغانستان ته د ناټو يوه بله اکمالاتي لاره د پاکستان څخه تيريږي، چي هغه په وروستيو اونيو کي د يو لړ ګواښونو او خطرونو سره مخامخ ده.

تيره اونۍ وسلوالو ياغيانو پر نوموړي لاره د ناټو يو شمير ټانکرونو ته اور واچاوه.

د ناټوعمومي منشي رازموسن وويل د لزبن په سر مشريزه کي د افغانستان پر موضوع سربيره د توغندیو د ګد دفاعي سيسټم جوړول بله موضوع ده چي د روسيې سره به ورباندي خبري وسي.

لويديځ هيوادونه د ځينو دولتونو لکه ايران پرضد د يو ګډ دفاعي سيسټم جوړول غواړي، خو د واشنګټن دغه پلان تر دې د مخه د روسيې له خوا رد سو او هغه د خپل هيواد هستوي وسلو ته يو ګواښ وګاڼه.

فيننشل تايمز وويل چي رازموسن په دې باور دی چي په دې برخه کي به د مسکو دريځ نرم سوی دی. د ناټو پلان دا دی چي روسيه هم په دغه ګډ دفاعي سيستم کي برخه ولري.

د ناټوعمومي منشي د برتانوۍ ورځپاڼي سره په مرکه کي وويل:« زه انتظارلرم چي د ناټو او روسيې د راتلونکي سر مشريزي يوه ډيره مهمه نتيجه ښايي د توغنديو په هکله د تصميم پر سرهمکاري وي.»

هغه زياته کړه: د توغنديو د ګډ دفاعي سيسټم پر سر د ناټو او روسيې همکاري به يو ډير غښتلی چوکاټ جوړ کړي او په پای کي به ټول يو امينتي چتر ولرو.»

آژانسونه/ عبدالباري حکيم

کتونکی: نجيب الله زيارمل