1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ناټو خطرناکه بنديان افغانانو ته نه سپاري

مسعود جهش/ AFP۱۳۹۱ اسفند ۲۰, یکشنبه

په افغانستان کې د ناټو ځواکونو قوماندان ویلي دي چې تر هغه وخت پورې به د امریکایي ځواکونو له خوا نیول شوي بندیان افغان چارواکو ته و نه سپارل شي، چې هغوی دغو ځواکونو ته خطر رامنځ ته کوي.

https://p.dw.com/p/17uTG
In this March 23, 2011 photograph, Afghan detainees, seen through a mesh wire fence, prepare for noon prayers inside the Parwan detention facility near Bagram Air Field in Afghanistan. More than a dozen detainees who were picked up outside of Afghanistan have been cleared for release by review boards but are still in the prison, according to an estimate by the Human Rights First nonprofit international organization. (Foto:Dar Yasin/AP/dapd)
Afghanistan US Stützpunkt Bagramانځور: dapd

اوس هم د بګرام په زندان کې یو شمیر زندانیان د امریکایي ځواکونو تر کنترول لاندي دي. ولسمشر کرزي تل د هغوی د تسلیمیدو غوښتنه غړې ده. که څه هم د شنبې په ورځ افغانانو ته د دغو بندیانو د سپارلو په موخه یو لړ رسمي مراسم په پام کې نیول شوي ول، خو دغه کار تر سره نه شو.

په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جوزیف دانفورد، ویلي دي: «په دې اړه هرو مرو کومه غلط فهمي رامنځ ته شوې ده. موږ د باگرام په زندان کي داسې څوک نه ساتو چې په دې ځای کې د ساتلو لایق نه وي.»

دانفورد ټینگار کړی دی: «که زموږ ځواکونو ته کوم خطر متوجه وي موږ به د دغو زندانیانو مسئولیت افغانانو ته و نه لیږدوو.» هغه زیاته کړه: «داسې کسان موجود دي چې باید په بند کې وساتل شي، او موږ به په دې خبره ځان ډاډه کړو چې هغوی په بند کې دي.»

دغه کار په قوي احتمال ولسمشر کرزی خواشینی کوي. تر دې مخکې د شنبې په ورځ د هغه د دفتر له خوا په یوه خپره شوې بیانیه کې راغلي وو: «ولسمشر کرزي ټینګار وکړ چې په روانه اونۍ کې به افغانانو ته د زندان د سپارلو په موخه ټول اقدامات وشي.»

په تیرې سپتمبر میاشت کې امریکايي ځواکونو د ۳۰۰۰ بندیانو مسئولیت افغانانو ته وسپاره. خو هغوی اوس ټینگار کوي چې د هغوی له خوا نیول شوي ۵۰ بهرني وگړي چې اوس په بگرام کې ساتل کیږي، افغانانو ته د زندانیانو د سپارلو په هکله تړون کې شامل نه دي.

په تیرې سپتمبر میاشت کې امریکايي ځواکونو د ۳۰۰۰ بندیانو مسئولیت افغانانو ته وسپاره. خو هغوی اوس ټینگار کوي چې د هغوی له خوا نیول شوي ۵۰ بهرني وگړي چې اوس په بگرام کې ساتل کیږي، افغانانو ته د زندانیانو د سپارلو په هکله تړون کې شامل نه دي.

د کابل حکومت خو د بگرام زندان د مسئولیت لیږدول ان د افغانستان او امریکا تر منځ د امنیتي تړون له پاره یو اساسي شرط ټاکلی دی او ټینگار کوي چې دغه زندان باید په بشپړه توگه افغانانو ته وسپارل شي.

دا په داسې حال کې ده چې امریکايي ځواکونه وایي د هغو بندیانو له ډلې څخه چې تر دې مخکې افغانانو ته سپارل شوي یو شمیر یې آزاد شوي او بیرته د طالبانو له لیکو سره یوځای شوي دي. دا هغه ادعا ده چې افغان حکومت یې ردوي. افغان حکومت ټینگار کوي چې دغه کسان یې یوازې د سولې له بهیر سره د مرسته کولو په موخه ازاد کړي دي.