1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ناټو افغانستان ته ۳۰۰۰ نور سرتیري استوي

۱۳۹۶ آبان ۱۶, سه‌شنبه

د ناټو سازمان عمومي سرمنشي ینس ستولتنبېرګ، د سه شنبې په ورځ وویل چې ناټو به په افغانستان کې د روزنیز ماموریت د غښتلي کولو له پاره ۳۰۰۰ سرتیري پر دنده وګماري.

https://p.dw.com/p/2nBiM
Afghanistan Selbsmordattentat gegen NATO-Konvoi in Kandahar
انځور: Reuters/A. Nadeem

نوموړي په دې هکله وویل چې له دې شمیر څخه کابو نیمايي به یې د امریکا متحده ایالاتو سرتیري وي او په دې سره به په دې جنګ ځپلي هیواد کې د ناټو د روزنیز او ملاتړ په چوکاټ کې د بهرنیو سرتیرو شمیر له ۱۳۰۰۰ څخه ۱۶۰۰۰ ته لوړ شي. 

په بروکسل کې د ناټو د دفاع وزیرانو له ناستې یوه ورځ مخکې، ستولتنبېرګ وویل چې دغه اتحاد به خپل شتون لا غښتلی کړي، څو له افغانانو سره د خنډونو په لیرې کولو کې مرسته وکړي. نوموړي همدا راز وویل چې په دې کار سره غواړي طالبانو او نورو یاغیانو ته روښانه پیغام ولیږي چې دوی د جګړې په میدان کې نه شي بریالي کیدلی.

نوموړي زیاته کړه چې سرتیري به زیات شي. اوسمهال په افغانستان کې د بهرنیو سرتیرو شمیر ۱۳۰۰۰ تنو ته رسیږي او د سرتیرو په ډیریدو سره به دغه شمیر ۱۶ زره ته لوړ شي. تراوسه پورې داسې ښکاري چې د تازه سرتیرو له ډلې څخه به نیمايي یې د امریکا متحده ایالاتو او پاتې نوره برخه به یې د ناټو د نورو غړو هیوادونو سرتیري وي.

پر دې ټولو سربیره ستولتنبېرګ ټینګار وکړ چې دوی به یوه جنګي ماموریت ته بیا ور و نه ګرځي. هغه وویل: «موږ د افغان ځانګړو ځواکونو د عملیاتو پر روزنه تمرکز کوو. کوم چې له یاغیانو سره په جګړه کې ډیر مهم ثابت شوی دی.»

فرانس پرس خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دی، طالبان چې په ۲۰۰۱م کال کې په افغانستان کې د امریکا د پوځي مداخلې وروسته له واکه راوپرځول شوي وو،  په ۲۰۱۴م کال کې د ناټو د جنګي ماموریت تر ختمیدو وروسته بیا پیاوړي شول او د دې ترڅنګ اسلامي دولت ډلې یا دعش تندلارې ډلې هم هم خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.

همدا نن (د سه شنبې ورځ د نومبر اوومه) وسلوالو کسانو چې د افغان ملي پولیسو جامې یې اغوستې وې، په کابل کې د شمشاد په نامه پر یوه تلویزیون برید وکړ چې له امله یې یو کس وژل شوی او شا او خوا شل تنه ټپیان شوي دي. د دې برید مسوولیت د داعش په نامه وسلوالې ډلې منلی دی.

بل لوري ته بیا د ناټو عمومي سرمنشي ستلوتنبېرګ وویل چې د افغان هوايي ځواکونو له پاره هم ډیرې مرستې په پام کې دي. په افغانستان کې د ۱۶ کلنې جګړې په ترڅ کې، د طالبانو پر وړاندې هوايي بریدونه ډیره اغیزمنه وسله ثابته شوې ده. 

په افغانستان کې د ناټو د سرتیرو زیاتوالی به د چهارشنبې او پنجشنبې په ورځ د ناټو د دفاع وزیرانو په ناسته کې چې په بروکسل کې ترسره کیږي، په رسمي توګه تائید شي.