1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ناروې غواړي تر نیمايی ډیر مهاجر اخراج کړي

آژانسونه/ ن.ز/ق.ن۱۳۹۵ شهریور ۹, سه‌شنبه

ناروې پر دې باندي حساب کوي چي وبه کړای سي، دغه هیواد ته په ۲۰۱۵ م کال کي راغلو مهاجرو شاوخوا نیمايي برخه بیرته اخراج کړي.

https://p.dw.com/p/1Js5Q
انځور: picture-alliance/dpa/H.Junge

د ناروې د مهاجرو او کډوالو ادرې آمر«فروده فورفنگ» په خپله انټرنیټ پانه کي لیکي دي، چي «ځیني کسانو ښايي گومان کړی وي چي ټوله ۳۱۰۰۰ راغلي پناه غوښتونکي به په نارويژۍ ټولنه کي مدغم او وبه منل سي، خو په حقیقت کي داسي کسان ډیر لږ دي چي په ناروې کي د پاتېدو چانس لري او اقامت تر لاسه کوي. د هغه په خبره به د تر ۱۵۰۰۰ کسانو پوري د پناه غوښتني رد سي.

د NRK ټلویزوني چینل د سه شنبې په ورځ(۲۰۱۶م کال د اگست ۳۰مه) رپوټ ورکړ، چي د رد سوو پناه غوښتونکو هر دریم تن د سوریې څخه دی. خو په هغو کي افغانان او د نورو هیوادو پناه غوښتونکي هم شامل دي.

خو د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په وارو ورا دا خبره تکرار کړې ده چې له هر هغه هيواد سره چي د مهاجرو د بيرته ستنېدو تړون ونه لري هيڅ مهاجر به و نه مني.

د دغه وزارت د مطبوعاتي چارو سلاکار حفيظ احمد مياخيل له دويچه ويله سره په مرکه کي وويل: «موږ له ځينو اروپايي هيوادونو سره په تماس کي يو چي د مهاجرو په برخه کي يو هوکړه ليک لاسليک کړو.»

هغه زیاته کړه چي هيڅ هيواد د ژنيو د ۱۹۵۱ کنوانسيون د تړون له مخي نه سي کولای چي مهاجر په زور له خپل هيواده وباسي: «که چيري د يوه افغان د پناه غوښتنه نه منل کيږي او هغه ايستل کيږي، د ټولو قوانينو له مخي بايد دغه موضوع له افغانستان سره شريکه سي د هغوی نومونه مخکي له مخکي افغان حکومت ته واستول سي تر څېړونو وروسته به د يوه گډ سند او هوکړي پر اساس پريکړه کیږي.»

مياخېل له هغو افغان مهاجرو سره چي غواړي بيرته خپل هيواد ته ستانه سي د مرستو خبره هم وکړه. هغه زیاته کړه: «موږ له کډوالو سره د مرستي له پاره داسي بستې جوړي کړي چي کډوال خپله دې ته تشويق شي چي پخپله خوښه هيواد ته راستانه سي، ځکه د حل هغه سمه لاره يې هم دغه ده چي پخپله خوښه هيواد ته راستانه سي.»