ناتو: «روسیې ته گواښ نه یو»
۱۳۹۳ دی ۶, شنبهد ناتو ویاندې «اوانا لونگیسکو د روسیی د نوي پوځي نظرې (ډکترین) په اړه په بروکسل کې وویل چې «ناتو نه د روسیې او نه هم د کوم بل هیواد لپاره خطر دی.»
لونگیسکو وویل چې د ناتو له خوا ټول لاس لاندی نیول شوي تدابیر او اقدامات دفاعي خصوصیت لري، هغه متناسب دي او له نړیوالو قوانینو سره سمون لري: «دا خپله د روسیی چلندونه دي چې د ولسونو حقوق پښو لاندې کوي او په اروپا کې امنیت یی تر پوښتنې لاندی راوستی دی.»
د هغې د وینا له مخې دغه خبره د اوکرایین په کړکیچ کې د روسیی د روانو کړو وړو په برخه کې هم صدق کوي. د ناتو ویاندې وویل چې سره له دې هم ناتو هڅه کوي چې له ماسکو سره رغوونکې اړیکې وساتي، «خود یواځې هغه وخت امکان لري چې د روسیې حکومت د ولسونو حقوق او نړیوال بنسټيز اوصول مراعات کړي.»
«بنسټيز گواښ»
د روسیې په نوې پوځي ډکترین کې ناتو د یو بنسټيز گواښ په توگه گڼل شوی دی. په ماسکو کې په دغه خپور شوي سند کې راغلی دي چې د شمالي اتلانتیک پیمان د روسیی پولو ته خپل «تهاجمي ظرفیتنونه» پیاوړي کړي دي او د یو «نړیوال دفاعي توغندي سیستم» د جوړولو په لټه کې دی. د روسیی د ولسمشر ولادمیر پوتین د خبرې له مخې البته د دغه پوځي ډکترین په بنسټيز دفاعي خصوصیت کې بدلون نه دی راغلې.
د کرملین مشر په ماسکو د خپل امنیتي شورا په یوه غونډه کې دغه سند لاسلیک کړ. پوتین له دی مخکې په وار وار سره وویل چې روسیه «تیرې کونکې» نه ده. دغه راز د یوې اټمي وقایوي حمله خبره هم په دغې نوې پوځط نظریی کې یاده شوی نه ده، څرنگه چې په ماسکو کې مبصرینو عنوان کړې ده. د روسې ولسمشر له دی مخکی ویلی ؤ چې « هیڅوک نه شی کولاي چې روسیه وډار کړي او یا تجرید کړي، يپه دی هدف کی تر اوسه پورې هیخوک بریالي شوي نه دي.»
اوکرایین د یو «خطر» په توگه
د روسیی د امینت شورا په خپله انترنتي پاڼه کې د نوې پوځي نظریې په هکله یوه تبصره خپره کړی ده چې په هغې کی اوکراینن ته د یو خطر په توگه اشاره شوی. په تبصره کې وړاندی ویل شوي دي. «دغه نوي پوځي ډکترین په شمالي افریقا، سوریه، عراق او افغانستان کې دوضعیت په وړاندې د غبرگون په توگه طرحه شوی دی.» د روسیی د بهرنیو چارو وزیر، سرگي لاروف او نور مخکښ سیاستوال له ورځو را په دیخوا خبرداری ورکوي چې د اوکرایین د کړکیچ په هکله د ناتو تگ لارې د «اروپايی امنیت مهندسي» له گواښ سره مخامخه کړې ده.
د اوکرایین پارلمان، د یو قانون له تصویب سره د ختیځ او لویدیځ ترمنځ خپل ناپیلتوب ته د پای ټکې کیښود. له دې سره د پخواني شوروي اتحاد دغه جمهوریت د ناتو په سازمان کې د خپل غړیتوب لپاره لاره پرنیستله.