1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نا قانونه وسلې، د بې ثباتي پراختيا که د طالبانو ځپل؟

حسين سيرت۱۳۹۴ تیر ۱۱, پنجشنبه

پخواني «جهادي» قوماندانان د وسلو ډیپوگان لرل، په دغو ورځو کې دغي موضوع په افغانستان کې تاوده بحثونو راپورته کړي دي. دا په داسې حال کې ده چې د بې وسلې کولو پروژې (ډي ډي آر) د وسلو په راټولولو کې په پېخر پيسې مصرف کړې.

https://p.dw.com/p/1Frf2
انځور: Reuters

څیړونکي وایي چې د وسلو د ډيپوگانو موجودیت د افغانستان امنیت ته جدي گواښ دی او وايي چې دا وسلې هر وخت د خطر سبب کېدلای شي. درې ورځي دمخه په پروان ولايت کې د امريکايانو له خوا د یوه پخواني جهادي قوماندان احمد خان، د وسلو ډیپو د له منځه وړلو پيښي سخت غبرگونونه راوپارل. خو د يادوني وړ ده چې يوازي د هغه پلويانو غبرگون وښود.

اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله او یو شمیر نور قوماندانان په هغه ډله کې عطا محمد نور د احمد خان کور ته ورغلل او د امریکایي ځواکونو دغه عمل یې وغانده.

افغانان له وسله والو ډله څخه ډېره ترخه تجربه لري. کله چي په اویایمه لمريزه لسیزه کې د مجاهدینو ډلي کابل ته ننوتلې تر منځ يې سختي جگړې ونښتې او کور په کور او کوڅه په کوڅه جنگون پيل شول. کارپوهان په دې نظر دي چې د وسله والو ډلو له خوا د کابل ویجاړیدل بې ساري ول چې د کابل اوسیدونکو ته یې سخت ځاني او مالي تاوانونه واړول.

اوس حتي په ولسي جرگه کې د کابل د خلکو استازی حفیظ منصور وايي چې د داعش او طالبانو پر وړاندي د دفاع له پاره خلک مجبوره دي چې وسلې ولري: «دا چې د طالب ضد قوتونه بې وسلې شول او نن ورځ بې دفاع یو، موږ ټول معترض نه یو؟ همدا اوس یووار بیا د افغانستان په گوټ، گوټ کې د اربکي په نوم وسلې نه ویشو؟ او د دې معنی دا نه ده چې هم دولت او هم بهرنیانو غلط کار کړی دی؟»

په کابل کې وسله والي ډلي

په ۲۰۱۴م کال تر ولسمشريزو ټاکنو وروسته چې نتیجه یې لا نه وه معلومه له خلکو سره د وسلو د موجودیت خطر رابرسیره شو. په هغو ورځو شپو کې چې ټاکنیزي ناندرۍ خپل اوج ته رسیدلې وې، د کابل پر سړکونو په څرگند ډول وسله والي ډلي کښته پورته کیدې، او د یوې احتمالي کورنۍ جگړې پیلیدو ټول خلک په اندېښنه کړي ول.

د سیاسي چارو شنونکي وایي چې د ملي امنیت د مسوولینو د څرگندونو له مخې یوازي په کابل ولایت کې په سلونو وسله والي ډلي حضور لري او دا د پلازمېني د امنیت له پاره خطرناک دی. لیکوال او څیړونکی شاه حسین مرتضوي وایي چې حکومت باید یوازي رسمي او قانوني نهادونو ته د وسلو د لیږد اجازه ورکړي.

له ځانه دفاع

ویل کیږي چې اوسمهال د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې په زرونو کسانو وسلې تر لاس کړي دي او استدلال کوي چې دغه وسلې یې د خپل ځان د دفاع له پاره را اخیستي دي او د طالبانو د یرغلونو پر ضد ترې گټه اخلي.

یو شمیر وسله والو ډلو لکه محلي پولیسو ته وسلې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت له لوري ورکول شوي دي خو د پوځي چارو کارپوهان وایي له دې سره سره چې وخت ناوخته دغه وسلې د قانون ماتولو سبب گرځیدلي دي خو په وینا یې بیا هم حکومت پر دې قادره دی چې دغه وسله وال کسان کنترول کړي.

د څیړونکو په آند هغه وسلې چې تر حکومتي چوکاټ د باندي خلکو ته د خپل ځان د دفاع په نامه ویشل کیږي خطرناکي دي، ځکه چې په وینا یې خپلسري وسله والي ډلي هیڅ قانون ته پابنده نه دي او له وسلو څخه د خلکو د ازار له پاره ناوړه استفاده کولای شي.