1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مېرکل د منځني ختيځ د لانجې د حل غوښتنه وکړه

بتينا مارکس / عبدالباري حکيم۱۳۹۲ اسفند ۵, دوشنبه

د آلمان صدراعظمې، انگلا مېرکل اسرائيلو ته د خپل سفر څخه مخکي د منځني ختیځ په لانجه کي د «دوو دولتونو حل» باندی ټینگار وکړ. مېرکل د دوشنبه په ورځ د خپلی کابینې له ۱۶ غړو او د دولت په چارو کی له وزیرانو سره اسرائيلو ته ځی.

https://p.dw.com/p/1BEIR
Angela Merkel
انځور: picture-alliance/dpa

مېرکل او د هغې سره ملگری آلمانی پلاوی به په اسرائيل کي د اسرائيلي چارواکو سره د دود له مخې د دواړو دولتونو په اړیکو باندې خبرې وکړې.

له ۲۰۰۸ کال څخه را په دې خوا د آلمان او اسرائيلو حکومتونه له یو بل سره د سلا مشورې لپاره یو گډه غونډه دایروي. دا ځل هغوی په اسرائيلو کی سره گوري. د غونډي د موضوعاتو فهرست اوږد دی: په څړنیزو مسائلو کی گډه همکاري او د آلمان د فدرالي جمهوریت او اسرائيلو ترمنځ د اړیکو د پنځوسمې کلیزې د لمانځني لپاره چمتوالی د دغو خبرو مهم موضوعات جوړوي. خو سر بیره پر دې مېرکل به د اسرائيلو له مشرانو سره د منځني ختیځ پر کړکیچ هم خبري وکړي.

د آلمان صدراعظمې له سفر څخه مخکي په خپل اونیز ویدویي پیغام کي د اسرائيلو او فلسطینیانو په لانجه کي د « دوو دولتونو حل» باندي ټینگار وکړ. هغې وویل چي له دا ډول یوې روغي جوړي څخه پرته « نه اسرائيل او نه هم فلسطینۍ سیمي د یو سوکاله او هوسا راتلونکې» څخه برخه منې کیږي. مېرکل وویل چي هغه به پر دې موضوع له اسرائيلو سره خبري وکړي: « البته زه به په اسرائيلو کي د خپل سفر په ترڅ کي د اسرائيلو له صدراعظم سره وغږیږم، چي د دې پروسې په لاره کي څه نور خڼدونه موجود دي. مونږ د یو یهودي اسرائيلي دولت او په عین وخت کي د فلسطینیانو لپاره د یو دولت جوړیدو سره د دوو دولتونو حل ته اړتیا لرو.»

هغې وویل چي آلمان له نړیوالې ټولنې سره په گډه هڅه کوي چي د منځني ختیځ دغې د څو لسیزو زړې لانجې ته بالآخره د پای ټکی کیښودل شي: «زه فکر کوم چي مونږ د دوستانو په توگه تر کومه ځایه چي کولای شو د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزیر، جان کیري او په منځني ختیځ کي د هغه د خبرو اترو د شریکانو له وروستیو هڅو څخه به ملاتړ وکړو.»

مېرکل په عین وخت کي یادونه وکړه چی آلمان له تاریخي لحاظه د اسرائيلو د دولت په وړاندي مکلفیتونه لري. هغې یادونه وکړه چي آلمان او اسرائيل دواړه په گډو ارزښتونو اعتقاد لري. مېرکل زياته کړه: «اسرائيل یو دیموکراسي ده، دا زمونږ او اسرائيلو د نژدې والي ستره نښانه ده، څرنگه چي زمونږ حکومتونه هرکال یو بل سره سلا مشوري ته کښیني.»

د آلمان د صدراعظمې د دی خوشبینيو سره سره د منځني ختیځ په شخړه کي د دواړو حکومتونو ترمنځ اختلاف موجود دی. د اسرائيلو ورځپاڼي «هاریتڅ» په یوې وروستۍ مقاله کي د آلمان «دېر شپیگل» د مجلې د یو تحلیل په حواله د مېرکل او د اسرائيلو د صدراعظم، بنیامین نیتانیاهو ترمنځ دغه ډول اختلاف ته اشاره کړې ده. په مقاله کي ویل شوي دي چي حتی هغوی په یوه تیلفوني تماس کي یو بل باندی چیغي کړي دي.

د عمل په ډگر کي هم د مېرکل او نتنياهو تر منځ اختلاف له ورایه ښکاري. د بیلگی په توگه آلمان په فلسطیني خاورو کي د اسرائيلو د مېنو جوړولو سیاست ردوي او هغه د سولې په وړاندي خنډ گڼي. بالقمابل اسرائيل په ختیځ بیت المقدس او د اُردن د سیند په لویدیځه اشغالي غاړه کي د دغو مېنو د جوړولو لپاره خپلو فعالیتونو باندي ټینگار لري.

د ۲۰۲۰ افق

مېرکل او نتنياهو(آرشيف انځور)
مېرکل او نتنياهو(آرشيف انځور)انځور: picture-alliance/dpa

د یهودی مېنو جوړولو سیاست تیر میلادي کال (۲۰۱۳) د اسرائيلو او د اروپا د اتحادیې اړیکي هم له یو سخت کړکیچ سره مخامخ کړې. د ۲۰۱۴ کال په جولای کي د اروپا د اتحادیې د «۲۰۲۰ افق» تر نامه لاندي د څیړنیز پروگرام د ملیاردونو يورو مرستي لپاره یوه کړنلاره وټاکله. په هغې کي ویل شوی دي چي له دغې مالي مرستې څخه په اشغالي سیمو کي اسرائيل په خپلو پروژو کي یو «سنت» هم لگولای نه شي. خو د تیر کال د نومبر په میاشت کي دواړو اړخونو وروسته له اوږدو خبرو اترو څخه د دې لپاره خپل حیثیت وساتی، یوې روغي جوړې ته ورسېدل. د موافقې له مخي پرته له دې چي په اشغالي سیمو کي د اسرائيلې هستوگڼو قانونیت باندي اعتراف وشي، اسرائيل کولای شي چي په نوموړي پروگرام کي ونډه واخلي او د هغه له مالي مرستو استفاده وکړي. په عین وخت کي موافقې څرگنده کړې ده چي اسرائيل اجازه نه لري چي له اروپایي مالي مرستو څخه په اشغالي سیمو کی په څیړنیزو تاسیساتو کي ولگوي.

د نوي میلادي کال په پیل کي د آلمان حکومت هم په خپلو اسرائيلی شریکانو باندي ناڅاپی غږ وکړ چي د «څیړنیزي گډې همکارۍ په پرورگرام کي» د اروپا د اتحادیې کړنلاره مراعت کړي. سر بیره پر دې اسرائيل باید په راتلونکي کي ژمنه وکړی چي د آلمان مالي مرستې یواځي د اسرائيلو د هغو پولو په دننه کي لگولي کیږي چي نړیوال هغه د اسرائيلو د خاورې د پولو په توگه په رسمیت پیژني.

د اسرائیلو پر ضد تحریم

په اسرائيلو که دغه ډول فکرونه ناارآمي راپاوروي. په بیت المقدس کي حکومت د یو نړیوال تحریمي غورځنگ څخه ویره لري، کوم چي اسرائيلي دولت بې اعتباره کوي او کیدای شي چي د هغه اقتصادي وضعیت ته تاوان واړوي. لومړۍ نښي نښانې همدا اوس لیدلي شوي دي. د دنمارک ستر بانک، دانسکه بانک د اسرائيلو د هاپوالیم بانک سره خپلي اړیکي شلولی دي. دنمارکی بانک د خپل دې تصمیم لپاره دلیل راوړي چي دغه اسرائيلی بانک په اشغالی سیمو کي د کورونو جوړول تمویلي او له دې سره له نړیوال قانون څخه سرغړونه کوي. د ورته دلیل له مخي د ناروې د مالیې وزیر اعلان وکړ چي د خپل هیواد دولتي تقاعدي مالي صندوق ته یې هدایت ورکړي چي دوه اسرائيلی پانگوال چي په ختیځ بیت المقدس کي د هستوگنو د جوړولو پروژو کي گډون لري، د خپلو پور اخیستونکو له لست څخه وباسي.

دغه راز د «تحریم - د پانگې نه اچول - بندیز» تر نامه لاندی یو فلسطیني کمپاین هم د اسرائيلو پر ضد سولیزه مبارزه کي له بریالیتوب څخه خبري کوي. دغه کمپاین د اسرائيلو، اسرائيلی تأسیساتو او د اسرائيلو د محصولاتو پر ضد د تحریم ، نه پانگه اچولو او بندیزونو لپاره تبلیغات کوي. د هغوی کمپاین یواځي د هستوگنو پوري نه محدودیږي. د هغوی غوښتنه د نړۍ سائنس پوهانو او کلتوری فعالیتونو ته هم وړاندي شوی ده چي اسرائيل تحریم کړي. ځینو مشهورو شخصیتونو، لکه کانادایي لیکوالې، ناومی کلاین، لیکوالي الیس واکر او موسیقي غږونکی روگر واترز د هغوی غوښتنې منلي دي او په اسرائيلو کي له خپل حضور څخه مخ اړولی او کنسرتونو او داسي نورو لمانځونو ته رد ځواب ورکړی دی.