1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مېرکل د جي ۲۰ په هکله له اروپایي مشرانو سره مشورې وکړې

۱۳۹۶ تیر ۱۳, سه‌شنبه

په هامبورګ کې د جی ۲۰ د سرمشریزه څخه اته ورځې مخکې د آلمان صدراعظمې انګلا میرکل د اروپا د دولتي او حکومتي مشرانو سره د بحث وړ اساسي مسائلو پر سر موافقې ته رسیدلې. یقیناً دغه سرمشریزه به ساده نه، بلکې پیچلې به وي.

https://p.dw.com/p/2fu8u
Deutschland Bundestag Angela Merkel
انځور: Reuters/F. Bensch

کله چې په هامبورګ کې د جې ۲۰ د سرمشریزې په اړه خبره کیږي، ډیر لږ پيښیږې چې نوم یې له قلم څخه وغورځول شي. طبیعي ده چې دلته د دونالد ترامپ خبره مطرح ده.

د آلمان صدراعظمي په یوه دیرش دقیقه یې حکومتي اعلامیه کې وویل: «هغه څوک چې په دې باور دی چې د دې نړۍ ستونزې له انزایې او حمایت ګرایې اقتصادي سیاست له لارې حلولی شي، هغه ډیره لویه تیروتنه کوي.»

میرکل زیاته کړه: «د اقلیم د تغیر پر وړاندې مبارزه، د بین المللي تروریزم له خوا ګواښ، د نړیوال کیدو او دیجیتال کیدو فرصتونه او د تیښتې او مهاجرت لاملونه، هیڅ یو له دوی څخه نه شي کیدلی چې د کوم هیواد په سرحد کې ودرول شي.»

دا هغه ننګونې دي چې په هامبورګ کې د جې ۲۰ د سرمشریزې اجنډا په سر کې به قرار ولري. بله دا چې ټولو ګډون کوونکو ته روښانه ده چې د ترامپ په شان د امریکا متحده ایالاتو له یوه ولسمشر سره په یو کتار کې دریدل آسانه کار نه دی. د اروپایې دولتونو او حکومتونو له مشرانو سربیره د اروپایې کمیسیون مشر ژان کلاود یونکر او د اروپایې شورا رئیس دونالد توسک هم برلين ته ورغلي ول، ترڅو د جي ۲۰ د سرمشریزې له پاره په بشپړ ډول د آلمان له صدراعظمې سره همغږې شي.

د فرانسې ولسمشر امانویل ماکرون د وضعیت ارزونه دا ډول فورمول بندي کړه: «موږ په داسې یوې شیبې کې قرار لرو چې هیڅ کله داسې نه وه. بین المللي خطرونه نږدې هیڅ وخت لکه د نن په څیر لوړ نه ول.»

اروپا د رجوع نقطه

ماکرون غوښتنه وکړه چې اروپا باید له ګډو توکو څخه دفاع وکړي. د اروپایې شورا مشر دونالد توسک بیا وویل: «اروپا غواړي په دغه توپاني وضعیت کې په نړیواله کچه لا زیات مسئولیتونه پر غاړه واخلي.»

نوموړي زیاته کړه: «اروپا د ډیرو هغو اړخونو له پاره یوه داسې مرجع ده چې بشري حقونو ته درناوی کوي، د آزاد او عادلانه تجارت ارزښت ته قائل وي، د اقلیم تغیر، زورزیاتي او فقر پر وړاندې مبارزې ته د ارزښت قائل وي.»

مېرکل او د اروپایي اتحادیې یو شمیر مشرانو تر جي ۲۰ دمخه سلا مشورې وکړې
انځور: picture alliance/AP Photo/M.Schreiber

همدا وه چې د آلمان صدراعظمې د اروپایې مشرانو سره تر دوه ساعته ملاقات وروسته چې ډیره هڅه یې دا وه چې خپل یووالې نندارې ته وړاندې کړي وویل: « موږ د جې ۲۰ په غونډه کې د اروپایې ګډون کونکو په توګه غواړو له دې سره کومک وکړ چې موږ له یوه قاطع اقدام سره د دغو اندیښنو پر وړاندې عمل کوو.»

نوموړې زیاته کړه چې اوس هم ډیر کارونه شته چې موږ په دې برخه کې هم غواړو ګډ غبرګون ښکاره کړو.

د نورو مسائلو تر څنګ اقتصادي موضوعات به هم د جې ۲۰ د سرمشریزې په اجنډا کې ځای ولري. د مطرح شوو مسائلو حلقه ډیره پراخه ده. د اقتصاد تر څنګ د ښه کار او کسب له پاره کوښښونه، په اقلیمي سیاست کې مهم رول لري.

د میرکل په اندا دا د پرمختیا پر لور هیوادونو له پاره هم یوه ښه پیغام له ځانه سره لري. میرکل وویل: «زه ډیر افسوس کوم چې دا زه د آلمان له پاره وایم، چې امریکا متحده ایالات د اقلیم له تړون څخه وتلی دی. خو طبیعي ده چې موږ په هامبورګ کې د اقليمي مسائلو په اړه خبرې کوو.»

دا واقعیت چې د آلمان صدراعظمه د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر احساس ته هیڅ توجه نه کوي، د آلمان په پارلمان کې په حکومتي اعلامیه کې لیدل کیږي. میرکل ویلي دي:

«ښکاره خبره ده چې توافق نه رامنځته کیږي، خو دا به غیر صادقانه وي که موږ له هغې څخه تیښته وکړو. زه دا کار په هیڅ صورت نه کووم.» د آلمان صدراعظمه د امریکا د ولسمشر د دې نظر مخالفه ده چې انسانان د اقلیم د بدلون مسئولیت نه لري.