میک ماستر: جرمني دي د ایران سره اقتصادي اړیکي کمي کړي
۱۳۹۶ بهمن ۲۹, یکشنبهد امريکا متحده ايالاتو دملي امنیت مشاور هربرت ریموند میک ماستر پرون شنبې ورځ (د فبرورۍ ۲۸ نيټه) د مونشن په نړیوال امنیتي کنفرانس کي د اټومي او کیمیاوي وسلو د تولید په اړه وویل، چي شمالي کوریا او سوریه یوازني هیوادونه نه دي، چي هغه تولیدوي، بلکي:«موږ پوهیږو، چي سوریه او شمالي کوریا د نړۍ یوازني شریر هیوادونه ندي، چي خطرناکه وسلې تولیدوي او استعمالوي یې.» هغه زیاته کړه، « ایران هم باید ترڅارني لاندي ونیسو، چي په نیابتي جنگونو کي د نیمه ملشو ملاتړ کوي.» میک ماستر پر ایران باندي تور ولگاوه، چي په سیمه کي تاوتریخوالي ته لمن وهي. د ایتلافي ځواکونو په مقابل کي د لبنان د حزب الله، په سوریه کي د بشارالاسد له رژیم او یمن کي د حوثي شیعه ملیشو څخه ملاتړ کوي.
د امریکا د ملي امنیت مشاور دغو په اصطلاح شریرو هیوادونو ته د وژونکو وسلو په ارتباط اخطار ورکړ او له نړیوالي ټولني څخه یې وغوښتل ،چه ددغو وسلو د پراختیا مخنیوی وکړي. هغه خپلو خبرو ته دوام ورکړ، او د جرمني څخه یې وغوښتل، چي د ایران سره اقتصادي روابط ډیر راکم کړي. میک ماستر وویل :«هرڅوک چي په ایران کي پانگه اچونه کوي ، په حقیقت کي یې په سپاه پاسدانو کي پانگه اچولې ده.»
زموږ د آرشیف څخه انځوریز البوم:(05.01.2018)