1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

میرکل په پيکينگ کې له خپل چینایي سیال سره ولیدل

۱۳۹۷ خرداد ۳, پنجشنبه

چين د آلمان د صدراعظمي هرکلی په پوځي مراسمو وکړ. ميرکل له خپل چینايي سیال سره د امریکا د سیاست، ایران د اټومي تړون، شمالي کوریا اتومي پروګرام او بشري حقونو په اړه خبرې کوي.

https://p.dw.com/p/2yGPP
China | Bundeskanzlerin Merkel mit chinesischem Ministerpräsidenten Li Keqiang
انځور: picture-alliance/dpa/M. Kappeler

د آلمان صدراعظمې انګلا میرکل، له چین سره خپلې سیاسي خبري اتري پیل کړي دي. میرکل او د چین لومړي وزیر لي کي چیانګ، د امریکا له تهديده ډګ سیاست په پام کې نیولو سره د بهرنیو اغېزو او  آزادې سوداګرۍ د ساتنې او د خبرو اترو له لاري د نړیوالو کړکیچونو له حلولو څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.

میرکل ټنګار وکړي چې آلمان او چین باید په ټولو برخو کې خپلې همکاري پیاوړي کړي. میرکل پیکینګ ته د خپل دوه ورځني سفر په پیل کې وویل چې دواړه هیوادونه باید همداراز د یوه «څو اړخیزه نړیوال نظام» پر سر کار وکړي.

د آلمان صدراعظمي همداراز ټینګار وکړي چې د آلمان شرکتونو ته باید په چین او د چين شرکتونه ته باید په آلمان کې شرايط برابر وي. هغې وویل: «موږ په ځینو مواردو کې د سهولتونو له اعلان څخه خوښ یوو. د بیلګې په توګه په مالي برخه او همداراز د برابر سهم لرلو امکان د رامنځ ته کیدو په برخه کې. ګومان کوم چې آلماني شرکتونه به له دې فرصت څخه ګټه واخلي.»

میرکل زیاته کړه چې د آلمان حکومت په دې هیواد کې د چینایي شرکتونو له لا ډیري پانګونې سره هیڅ ډول مخالفت نه لري. هغې وویل چې هیله لري د «پانګونو د محافظت تړون» پر سر د اروپا او چین تر منځ په خبرو اترو کې پرمختګ راشي. د میرکل په خبره دا تړون کیدای شي د آزادي سوداګرۍ د یوه تړون اساس رامنځ ته کړي.

لي کي چیانګ، له میرکل سره په لیدنه کې وویل: «لومړی، موږ په چین کې د قوانینو له مخې د آلماني شرکتونو د پانګوني حق تضمینوو. دوم، که موږ ځینو قوانینو او مقرراتو ته تغیر ورکړو چې د آلماني شرکتونو په خوښه نه وي، نو په دې صورت کې هغه له موجودو شرایطو سره برابر وو.»

برلین او چین غواړي د ایران اتومي تړون وساتي

چین او آلمان ځانون د ایران اتومي تړون ته ژمن بللي دي او غواړي چې هغه ته وفاداره پاته شي. لي کي چیانګ، وویل چې هیواد یې د دې تړون د ژغورلو د هڅو ملاتړ کوي. میرکل هم ټینګار وکړ چې له تړون څخه د امریکا تر وتلو وروسته، برلین هغه ته ژمن دی. هغې روښانه کړه چې که څه هم د ایران اتومي تړون له تاوانونو سره مل دی، خو بیا یې هم بدیلونه نامطمینه دي.

د ایران اتومي تړون د شمالي کوریا په شان هیوادونو سره د احتمالي راتلونکو تړونو له پاره یوه بیلګه بلل کیږي. که څه هم پلان شوې ده چې د شمالي کوریا او امریکا متحدو ایالاتو ولسمشران به د جون میاشتې پر ۱۲مه نیټه په سینګاپور کې سره ووینې، خو وروستيو تحولاتو د دې امکان چې دغه ملاقات دي و نه شي، رامنځ ته کړی دی.

میرکل او چینایي سیال یې پر واشنګټن او پیانګیانګ باندي غږ وکړ چې خپلې خبرې اترې بندي نه کړي او مذاکراتو ته دوام ورکړي.

میرکل له خپل چینایي سیال سره د بشري حقونو پر سر هم خبري کړې دي او د برلین او پیکنګ تر منځ یې د داسې یوه چارچوب رامنځ ته کیدو غوښتنه کړې ده چې پکښې په آزاده توګه د موضوعګانو د مطرح کیدو امکان وي.