1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

میرکل په سرحدونو کي د مهاجرو د جواب مخالفه ده

۱۳۹۷ خرداد ۲۱, دوشنبه

د جرمني صدراعظمي پر سرحدونو د مهاجرو د جواب د هغه ملي حل مخالفه ده، چي د سوسيال مسيحيانو له خوا پیشنهاد سوی دی. دې وویل:«زه غواړم د اروپايي ټولني قوانین تر ملي قوانینو لومړیتوب ولري.»

https://p.dw.com/p/2zIAR
Deutschland Bundeskanzlerin Angela Merkel zu Gast bei Anne Will
انځور: picture-alliance/dpa/NDR/W. Borrs

میرکل دغه خبره پرون ماښام د الماني لمړني ټلویزوني چینل د یوه گردي میز د مسئولي «انا ویل» ددې پوښتني په جواب کي وکړه، چي «ایا تاسي له سرحدونو څخه مهاجرین بیرته جوابول غواړئ؟» میرکل وويل چي «دا په اروپا کي د اصلاحاتو راوستلو طرفداره ده، له هغې جملې څخه د شینگن ساحې د دوبلین په مقرراتو، د اروپايي ټولني د دباندنیو سرحدونو د ښه ساتلو او په عین سټاندرد باندي د پناه غوښتني د یوه گډ سیسټم رامنځته کول. دا دغه ډول یو اروپايي حل غواړي او نه یوطرفه ملي حل.»

میرکل نه غوښتل د هغو رپوټونو په باب څرگندوني وکړي چي د کورنيو چارو وزير، زې هوفر هم کیدلای سي د «مهاجرو له پاره د یوه ماسټرپلان» په چوکاټ کي له الماني سرحدونو څخه د مهاجرو د بیرته جواب طرفداري وکړي. میرکل یوازي دونه وویل، چي دغه خبري پټي او محرمي دي او پلان لا تر اوسه پوري نشر سوی نه دی. خو زما له پاره دا اعتبار لري، چي باید د اروپايي قوانینو څخه استفاده وسي.

میرکل زیاته کړه چي په ۲۰۱۵م کال کي هم سرحدونه نه وه تړل سوي. سړئ کولای سي، سرحدونه وساتي، خو «موږ په زرونو کیلومتره سرحدونه لرو، چي که هغه اصلأ موږ ساتل غواړو، نو باید یوازي دیوالونه پورته کړو».

د بایرن ایالت د سوسيال مسيحيانو د پارلماني ډلي مشر الکساندر دوبرینت او د جرمني د ترانسپورت پخوانی وزیر بیا غواړي، هغه مهاجر بیرته اخراج کړي چي که د اروپايي ټولني په یوه بل هیواد کي یوازي راجستر سوي هم وي.

زموږ د آرشیف څخه یو انځوریز البوم:( 05.09.2017  )