1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

میرکل د چين په سفر ده

۱۳۹۰ بهمن ۱۳, پنجشنبه

د آلمان صدراعظمي انګلا میرکل، چین ته د خپل سفر په ترڅ کي له دغه هیواد څخه وغوښتل چي پر ایران باندي له خپل نفوذ څخه کار واخلي او دغه هیواد د اټومي وسلو له جوړولو څخه پرشا کړي.

https://p.dw.com/p/13vKO
میرکل به په دغه سفر کي د چین او آلمان تر منځ پر اقتصادي اړیکو هم خبري وکړي
میرکل به په دغه سفر کي د چین او آلمان تر منځ پر اقتصادي اړیکو هم خبري وکړيانځور: Reuters

د آلمان صدراعظمه انګلا میرکل، د پنج شنبې په ورځ بیجینګ ته ورسیدله. هغي د چین د ټولنیزو علومو اکاډمۍ ته په وینا کي وویل چي چین باید ایران په دې خبره پوه کړي چي نړۍ بل اټومي قدرت نه غواړي:

«اوس دا سوال رامنځ ته کیږي چي چین به څرنګه کولای شي پر ایران له خپل نفوذ څخه کار واخلي چي دا هیواد په دې خبره پوه کړي چي نړۍ یو بل اټومي ځواک ته اړتیا نه لري.»

له میرکل سره په دې سفر کي د آلمان د بیلابیلو گوندونو غړي، د حکومت چارواکي او آلماني پانګوال ملگری کوي.

اقتصادي همکارۍ د میرکل د سفر مهمه موضوع

د میرکل د سفر یوه مهمه موضوع د آلمان او چین تر منځ د سوداګري اړیکو پراخول دي. میرکل د چین د ټولنیزو علومو اکاډمۍ ته تر وینا مخکي د دغه هیواد د اقتصادي سکتور له غړو سره ولیدل. میرکل وویل هغه سازمانونه چي په نړۍ کي د هیوادونو د پور اخیستني درجه ټاکي د اروپا مالي کړکیچ لا ژوروي.

چین ته د میرکل د سفر یو هدف دا دئ چی دغه هیواد د اروپا د قرضي په اسنادو کي پانگه اچوني ته وهڅوي. هغي د یورو د ژغورلو له پاره د اروپا وروستۍ هڅي وستایلي او ویویل چي یورو اروپا پیاوړي کړې ده. میرکل وویل: «اروپايي هیوادونه د یورو د کړکیچ پر مهال سره لا ډیر نزدي شوي دي. اوس اروپا د یورو د ژغورني له پاره لا ډیري گډي هڅي کوي ځکه چي د یوه گډ پولي واحد د ژغورلو له پاره باید گډي هڅي وشي.»

میرکل دا خبري د چینايي اقتصاد پوه د نیوکو په ځواب کي کړي دي چی ویلي ئې وه چي اروپا کډ پولي واحد لري خو کوم گډ پولي سیستم نه لري.

د چین ولسمشر وین جیا باو، به میرکل ته د پنج شنبي په ماښام د رسمي مراسمو په ترڅ کي هرکلی ووایي .

د سوريې په اړه خبري

میرکل او وین به په خپلو خبرو کي د سوريې په اړه هم خبري اتري وکړي. هغوی به همدا راز پر ایران باندي د اروپایي ټولني د وروستيو تحریمونو په اړه هم خبري اتري وکړي.

آلمان د هغو هیوادونو په ډله کي دئ چي غواړي د ملگرو ملتونو د امنیت شورا د سوریې په وړاندي یوه اعلامیه تصویب کړي. خو چین او روسیه بیا د دغي اعلاميې پرخلاف دي او گواښ ئې کړی دئ چي دغه شان اعلامیه به د خپلي ویتو رايي په واسطه رد کړي.

میرکل په چين کي وویل چي دا مهمه ده چي نړیواله ټولنه د امنیت په شورا کي د سوريې په وړاندی یوه اعلامیه تصویب کړي.

مسعود جهش (دویچه ویله، فرانس پرس، د آلمان خبري آژانس)
کتونکی: نجیب الله زیارمل

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب