1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

میرکل له ترکيې سره د اړیکو د بیا کتنې غوښتنه وکړه

۱۳۹۶ شهریور ۱۱, شنبه

د آلمان صدراعظمې انګلا میرکل، په ترکيه کې د دوو آلمانيانو تر نيولو وروسته وویل چې د دا ډول لا زياتو کړنو له پاره «هيڅ قانوني اصول» شتون نه لري. ترکيې د پنجشنبې په ورځ دوه آلمانيان ونيول.

https://p.dw.com/p/2jFgO
Merkel MIT Business Treffen
انځور: Getty Images/J. Koch

د دغو دوو تنو له نیولو سره په ترکيه کې د سياسي دلایلو په پلمه د نيول شويو آلمانيانو شمیر ۱۲ تنو ته ورسید. د آلمان صدراعظمې انګلا میرکل د وروستيو نيونو په اړه وویل: «اوس د دې اړتيا ليدل کيږي چې موږ په دې اړه جدی غبرګون وښیو.»

هغې زياته کړه چې آلماني حکومت «ښايي دې ته اړ شي چې له ترکيې سره پر خپلو اړيکو له سره غور وکړي.»

د آلمان صدراعظمې روښانه کړه چې هيواد یې لا وختي «له انقرې سره خپلو اړیکو ته تر ډیره بریده نوې بڼه ورکړې ده» خو وروستۍ پيښې په دې معنی دي چې «ښايي تر دې وروسته پر دغې مسئلې له سره فکر وشي».

میرکل زیاته کړه چې تر هغې چې اوسنی وضعیت حل شوی نه وي په اروپايي ټولنه کې به د ترکيې د غړيتوب په اړه هيڅ خبرې ترسره نشي.

په همدې وخت کې د آلمان د حکومت وياند شتيفن زيبرت، وویل: «له ترکيې څخه زموږ غوښتنې ډيرې روښانه دي. موږ له ترکيې څخه غواړو چې زموږ اتباع چې د نه منلو وړ دلايلو پر بنسټ نيول شوي دي، آزاد شي.»

په وروستیو وختونو کې د ترکیې او آلمان اړیکې ترینګلې شوې دي. د ناټو د دغو دوو غړو په اړیکو کې په ترکیې کې د تیر کال تر ناکامې کودتا وروسته ډیر بدلون راغی.

په وګړو په نیونو کې زیاتوالی

ترکيې د آلمان دوه نور اتباع د تيرې پنجشنبې په ورځ ونيول. له دې سره په ترکيه کې د بندي آلمانيانو شمير ۵۵ تنو ته ورسيد. له دې ډلې څخه ۱۲ تنه يې د سياسي تورنو پر اساس بنديان دي چې څلور يې آلماني- ترکيي، دوګوني تابعتونه لري. د آلمان د بهرنيو چارو وزارت ويلي دي چې د دوه ګوني تابعت لرونکو له ډلې څخه خبريال دنيس يوچل۲۰۰ ورځې کيږي چې په بند کې دی.

د ترکيې دولتي خبري آژانس «اناتولي» رپوټ ورکړی دی چې د پنجشنبې په ورځ په آنتاليا هوايي ډګر کې وروستي دوه تنه ترکيي الاصله آلمانيان، د اردوغان له ستر رقيب فتح الله ګولن سره د اړيکو لرلو په تور نيول شوي دي. فتح الله ګولن چې په امريکا کې ژوند کوي، پر دې تورن دی چې د ترکيې د تيرکال ناکامه کودتاه يې تنظيم کړې وه.

رسمي اعلان لا نه دی شوی

آلمان لا تر اوسه  د خپلو دغو دوو اتباعو له نيول کيدو په رسمي توګه خبر شوی نه دی. د آلمان د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماريا اديباهر، ویلي دي چې د وروستيو دوو تنو د نيولو په اړه معلومات يې په ازمير ښار کې د آلمان قونسلګرۍ د «غير دولتي سرچينو» څخه ترلاسه کړي دي.

ميرمن اديباهر وویل: «موږ غواړو پوه شو چې دغه دوه تنه په کوم تور نيول شوي دي.» هغې په دې اړه زياته کړه: «بايد داسې وانګيرو چې دا نيونې هم د مخکينيو په څير، د سياسي تورونو او يا هم د تروريزم په شک ترسره شوي.»

د بهرنيو چارو وزارت د وياندې په وينا چې آلماني ديپلوماتان تر اوسه په دې نه دي توانيدلی چې له نیول شویو کسانو سره په اړيکه کې شي. کيدای شي لامل يې د لوي اختر ورځې رخصتي وي.

آیا آلماني مسافرو ته بايد رسمي خبرداری ورکړل شي؟

په عين حال کې د آلمان په حکومت کې يو شمير غواړي چې ترکيې ته د سفرونو په اړه رسمي خبردارۍ صادر کړل شي. آلمان په جولای مياشت کې له خپلو اتباعو څخه غوښتي وو چې ترکيې ته د سفرونو پر مهال دې له احتياطه کار واخلي، خو د رسمي خبردارۍ له صادرولو يې ډډه کړې وه.

د آلمان له سوسيال دموکرات ګوند څخه مارتين شولتڅ چې د سپټمبر ۲۴مې انتخاباتو کې د میرکل اصلي سيال دی، د جمعې په ورځ يې وویل چې د ترکيې د نيونو په تړاو د آلمان د غوصې ښکاره کولو له پاره ډيرو اقداماتو ته اړتيا ده. شولتڅ وويل چې په دې برخه کې يو ګام د رسمي خبرداري صادرول دی.