1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

میرکل: د کډوالو له کبله مالیات نه لوړیږي

جمشید فیاض (آژانسونه)۱۳۹۴ مهر ۲۰, دوشنبه

د آلمان صدراعظمې انګیلا میرکل ویلي دي چې دغه هیواد ته د ډیر شمیر کډوالو راتلو له کبله به مالیات لوړ نه کړي. میرکل د کډوالو د موضوع پر سر د آلمان د ایالتونو د کورنیو چارو له وزیرانو سره بحث وکړ.

https://p.dw.com/p/1Gme1
انځور: picture-alliance/dpa

آلمانۍ صدراعظمې ټینګار وکړ چې په روان کال کې به آلمان هيڅ ډول د مهاجرینو له زیاتیدو سره مالیات لوړ نه کړي. بیلد ورځپانې د دوشنبې په ورځ لیکلي دي: «موږ خوښ یو چې له کلونو راهیسې بشپړ تیاری لرو او زموږ اقتصادي وضعیت هم په بشپړ ډول ښه دی.»

د میرکل په هغو څرګندونو کې چې د یکشنبې په ورځ خپرې شوې دي راغلي چې، که څه هم آلمان ته ډیر شمیر کډوال راغلي دي، خو آلمانیان باید په دې اړه اندیښنه و نه کړي چې کډوال به هغوی ته رسیدونکي روغتیایي خدمتونه زیانمن کړي.

پر میرکل باندې په وروستیو وختونو کې د کډوالو په اړه د هغې د سیاست له کبله نیوکې ډیرې شوې دي، خو هغې روښانه کړې ده چې د وروستیو نظر پوښتنو پایلو نه ده اندیښمنه کړې. دغه نظر پوښتنې ښيي چې په وروستیو وختونو کې له میرکل څخه په ملاتړ کی کموالی راغلی دی. نوموړې ویلي دي چې هغه خپل کارونه د نظر پوښتنو پر اساس نه ارزوي، بلکه ټینګار یې کړی دی چې دنده یې د ستونځو له پاره د حل د لارې موندل دي چې دې موضوع ته ډیره پاملرنه لري.

یوه نظر پوښتنه چې د یکشنبې په ورځ د بیلد ورځپاڼې له خپره شوه ښيي چې ۴۸ سلنه پوښتل شوي کسان د میرکل د مهاجرت د تګلارې مخالف دي. دا په داسې کې ده چې ۳۹ سلنه نورو پوښتل شویو کسانو بیا د دغې تګلارې ملاتړ کړی دی.

د آلماني چارواکو د وړاندوینې له مخې به په روان کال کې آلمان ته ۸۰۰۰۰۰ کډوال ورسیږي خو د دې هیواد رسنیو بیا دغه شمیره ۱،۵ میلیونه ښوولې ده. آلمان ته د رسیدونکو کډوالو له ډلې څخه ډیر شمیر یې د سوریې او منځني ختیځ له جګړې څخه تیښتيدلي وي، خو یو شمیر نور بیا د غربت له کبله هم آلمان ته راځي.

له وزیرانو سره لیدنه

صدراعظمې میرکل، د کورنیو چارو وزیر توماس دیمزیر، او د آلمان د ایالتونو د کورنیو چارو وزیرانو د یکشنبې په ورځې په ماښام د پنځه ساعتونو له پاره د مهاجرت د ستونزې پر سر خبرې اترې وکړې.

د نورد راین ویستفالن ایالت د کورنیو چارو وزیر رالف ایګر، وویل چې د هغو ستونزو په اړه ژور بحثونه شوي دي چې ښاروالۍ او دولت ورسره لاس او ګریوان دی. دغه ادارې هغه مهال له کډوالو څخه د ساتنې دنده پر غاړه لري، چې د هغوی د پناه غوښتنلیک تر څیړنې لاندې وي.

ایګر ویلي دي چې ایالاتونه په د آلمان پولو ته نزې د «ترانزيتي سیمو» پر رامنځ ته کولو باندې خبرو اترو ته دوام ورکړي. د آلمان د مهاجرینو د همغږۍ مشر پيتر التمایر، ویلي دي چې د دغو سیمو د جوړولو پر سر به په راتلونکو څو ورځو کې پریکړه وشي. په دغو سیمو کې به په چټکۍ سره کډوال ارزول کیږي او د شرایطو د نه پوره کولو په صورت کې بیرته خپلو هیوادونو ته استول کیږي.

دغه ډول ارزونې همدا اوس هم د آلمان په هوايي ډګرونو کې تر سره کیږي، خو د هغوی کډوالو شمیر چې ځانونه د هوا له لارې آلمان ته رسوي، د ځمکې له لارې رسیدونکو مهاجرو په پرتله ډیر کم دی.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب