1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

میرکل د عوام پالنې او کرکې پر وړاندې خبردارې ورکړ

۱۳۹۵ آذر ۴, پنجشنبه

د آلمان صدراعظمې انگلا مرکل په آلمان کې پر خپلو هیواد والو غږ وکړ چې د عوام پالنې د نطفې د ودې پرضد مقابله وکړي، هغه څه چې دهغې په نظر په لویدیځو دیموکراسیو کې یې لمن وار په وار پراخیږي.

https://p.dw.com/p/2TAQK
Bundestag Generaldebatte  Angela Merkel
انځور: Getty Images/AFP/T. Schwarz

د آلمان د پارلمان د چهارشنبې ورځې عمومي غونډه په حقیقیت کې د دی هیواد د ۲۰۱۷ کال د بودجې په هکله وه چې حکومت له هغې څخه دفاع او اپوزیسیون پرې نیوکه وکړه. خو د صدراعظمې انگلا میرکل په د پارلمان په دننه او بهر کې دير زیات د پام ځان ته واړوه. هغې د صدرات د یوې څلورمې دورې لپاره د کاندیتوب له اعلان څخه وروسته د خپل حکومت د سیاست په هکله خبرې وکړې.

میرکل په آلمان او اروپا کې د عوام پالنې او د افراطي ښي اړخو ډلو فعالیتونو ته په اشارې سره وویل: «د ثبات په هکله اندیښې له دې سره زیاتیږي چې زمونږ په شا او خوا کې څه پیښیږي. عوام پالنه او سیاسي افراطیت په لویدیځو دیموکراسیو کې وار په وار زور اخلي.»

میرکل وویل چې په دې کې شک نه شته چې بحث، مجادله او د نظریاتو اختلافات د دیموکراسی مهم ارزښتونه دي، خو هغې وویل: «دغه ټول باید د نورو پت او عزت ته د درناوي په روحیه کې تر سره شي. دا یو مهم اصل دی. خو دغه څه په ډيرو ځایونو کې اوس نه تر سره کیږي.»

په ټولنیزو رسنیو کې  د کرکې خپرولو پر ضد د مبارزې لپاره د آلمان صدراعظمې د خپل عدلیې وزیر له وروستیو هڅو او نووښتونو څخه ستاینه او دفاع وکړه. هغې وویل چې د آلمان حکومت باید د «کرکه پارونکو تبصرو» د بندولو لپاره  پوره زیار وباسي. د میرکل په نظر دا ځکه چې داسی یوه څه د دی هیواد «له اساساتو سره سمون نه لری».

له TPP تړون څخه د ترمپ پر مخ اړولو نیوکې

د پارلمان عمومي غوڼدې ته په دغې وینا کې میرکل د امریکا متحده ایالاتو د نوی منتخب ولسشمر دونالد ترمپ، نوم یاد نه کړ، خو د هغې د وینا په ځینو برخو کې په ښکاره توگه داسی څرگندونې واوریدلې شوې چې هر څوک پوهیده چې مقصد یې څوک دی.

ترمپ د «ترانس پاسفیک د سوداگرې تړون» یا TPP ته شا اړولې ده. میرکل دغه تړون د ټولو هیوادونو لپاره گټور گڼي. هغې وویل: «زه پر دې خوښه نه یم چې اورم چې ښايي د ترانس پاسیفیک تړون د عمل جامه وا نه غوندي.»

میرکل یادونه وکړه چې هیڅوک نه پوهیږي چې د داسی یو تړون فسخه کول به د چا په گټه وي: «زه پر یوه څه پوهیږم چې ښايي نور تړونونه رامنځ ته شي خو هغه به  د TPP او د پلان شوي TTIP په څير نه وي.»

«پرانیستی غیږ مونږ ته زیات امنیت راکوي»

د TTIP تړون د امریکا متحده ایالاتو او د اروپا د اتحادېې تر منځ پلان شوی چی د «ترانس اتلانتیک د آزادې سوداگرې» په نامه یادیږي.

هغې د حکومت د سیاست په هکله د پارلماني عمومي بحثي غونډې کې نوموړې موضوع ته په اشارې سره وویل چې «پرانیستي غیږ موږ ته زیات امنیت را په برخه کوي، نه تجرید». میرکل درناوي، څو اړخیزتوب او د اروپا د اتحادېې پیاوړي کول ضروري وګڼل.