1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

میرکل ترکيې ته په «ډیري اندیښنې» سره گوري

۱۳۹۵ خرداد ۲, یکشنبه

میرکل نن دیوه کنفرانس له پاره استانبول ته سفر کوي. دا به سباهلته د اردوغان سره د «ټولو مهمو مسایلو »په باب خبري هم وکړي. د بلي خوا اروپايي ټولنه د ترکانو لپاره د ازاد سفر کولو شرایط پوره نه بولي.

https://p.dw.com/p/1IsWg
د جرمني صدراعظمه انگیلا میرکل
انځور: picture-alliance/dpa/S. Suna

د جرمني د کورنیو چارو وزیر توماس دې میزې په همدغه اوونی کي ویلي وه، چي د«ترکیې سره پر مناسباتو باندي سیوری غوړیدلی دی». صدراعظمې انګيلا ميرکل په تکرار سره «په ترکیه کي دځینو پرمختگونو په باب » تشویش ښکاره کړی ؤ او اوس به د موقع څخه استفاده وکړي ، او د هغه چا سره به خبري وکړي، چي ورباندي انتقادونه موجود دي.

میرکل نن یکشنبه د تقریبأ ۵۰ دولتي او حکومتي مشرانو سره یوځای د ملگرو ملتونو د عاجلو کومکونو د یوې سرمشریزي په خاطر استانبول ته سفر کوي. د«فرانکفورتر الگماینه »المانۍ ورځپاڼي په حواله به دا هلته د ترکيې د جمهوررييس رجب طيب اردوغان سره سبا دوشنبه دوه په دوه وگوري او د «ټولو مهمو مسایلو» په باب به ورسره خبري وکړي.

په دغه خبرو کي به په ترکیه کي دکردي اقلیت سره د چلندموضوع هم شامله وي. میرکل پردې باندي انتقاد کوي ، چي« دکردانو سره دپروسږکال دنژدیکی او پخلایني پروسه قطع سوې ده». که څه هم دکردي ياغيانو منع سوی سازمان PKK په جرمني کی هم د یوه ترهگري سازمان په حیث درجه بندي سوی دی ، خوکردي ولس باید «په ترکي ټولنه کي مساوی ځای او ښه راتلونکې ولري». د ترکيې د پارلمان له خوا تصویب سوی د وکیلانو د مصؤنیت له منځه وړلو قانون به د کردي پارلماني وکیلانو دپاره سخت عواقب ولري او دې کار ته میرکل په ډیري اندیښنې سره گوري.

« یو ډول علاقه مندۍ»

میرکل هغه تورونه ردوي، چي دې د اروپايي ټولني او ترکيې تر منځ د مهاجرینو د تړون په خاطر یوطرفه ځان تسلیم کړی او هیواد یې په ترکیې باندي تړلی دی. دا وايي، چي «طبعأ یو په بل باندي تړلتیا سته او دا ددواړو خواوو په علاقه مندیو پوري مربوطه ده ،چي د ضرورت سره سم دتغیر په حالت کي دي». میرکل اضافه کوي :«خو دغه تړلتیا دا معنی نلري ، چي د یوه هیواد د سیاست سره هم سړی موافق وي» . ځکه به یې نو په خبره «موږ تل ددغه هیوادپرمختگونو ته په انتقادي ډول وگورو اوخبري به ورسره کړو، هم په رسمي او هم غیر رسمي ډول سره ».

«میرکل باید داردوغان سره ډیري ښکاره خبري وکړي»

په ترکیه کي داساسي حقوقو،دیموکراسۍ او ازادي گانو محدودیتونو ته په کتلو سره حکومتي اييتلافي گوند، سوسیال ډیموکراټانو د میرکل څخه غوښتي دي،چي د جمهوررييس رجب طيب اردوغان سره په ډیر وضاحت سره خبري وکړي. ددغه گوند د پارلماني فراکسیون مشر توماس اوپرمن «بیلډ ام زونټاگ» ورځپاڼي ته ویلي دی،چي د ترکيې جمهوررييس پر«سرکوبۍ او محرومیت» باندي اتکأ کوي، او جرمني نبایدپه دې موضوع کي چوپ پاته سي.

نوري ډیري مهمي موضوعگاني

د اروپايي ټولني او ترکيې تر منځ د مهاجرینو د تړون تر څنگ نوري فیصلې هم تر سوال لاندي دي. اروپايي ټولنه د ترکيې برعکس دې موضوع ته په بل ډول سره گوري ، چي ځيني نوري وعدې نه دي پوره سوي. مثلأ نه غواړي اروپايي ټولني ته په نظر کي نیول سوې د ترکانو دازاد سفر وعده په اوس وخت کي تضمین کړي. ددې دلیل د نورو تر څنگ پر ژورنالسټانو او اپوزیسون باندي د ترکیې د حکومت فشار دی.