1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

میرکل او مکرون د اروپايي ټولنې د پیاوړتیا غږ وکړ

۱۳۹۶ بهمن ۶, جمعه

د سویس په داووس کې په نړیوال اقتصادي فورم کې صدراعظمې میرکل د اروپايي ټولنې د یو گډ بهرني سیاست غوښتنه وکړه. د فرانسې ولسمشر مکرون هم د اروپايي اتحاد د پیاوړتیا په موخه د یوې لس کلنې ستراتیژۍ غوښتنه کړې وه.

https://p.dw.com/p/2rYks
Schweiz Davos - Angela Merkel beim World Economics Forum (WEF)
انځور: picture-alliance/AP Photo/Keystone/L. Gillieron

له څو ورځو را په دې خوا د سویس غرنۍ او له واورو ډکې سیمې «داووس» چیرته چې هر کال  نړیوال اقتصادي فورم دایریږي، د نړیوالو پام ځان ته اړولی. د نړۍ د پیاوړو اقتصادي هیوادونو مشران يو په بل پسې د خپلو دولتونو پر کورنيو او نړیوالو اقتصادي او سیاسی پالیسو باندی رڼا اچوي.

 د آلمان صدراعظمې انگلا میرکل د وینا مهم ټکي د اروپايي ټولنې پر روان ناخوال وضعیت متمرکز ول. میرکل د شکایت په توگه وویل: «یوه گډ او متحد اروپایي بهرني سیاست ته لا تر اوسه هم په کافی اندازه وده نه ده ورکړ شوې.»

هغې وویل چې د نړۍ د ستر لوبغاړو پرمختگ ته په کتو سره اروپا یو واحد غږ ته اړتیا لري: «که چیرې د اروپا اتحادیه د خپل راتلونکي ۲۷ غړو سره ونه شی کړای د نړۍ سترو هیوادونو لکه هند، چین، امریکا متحده ایالات او روسیې  ته یو گډ سیگنال ورکړي او بیا هم یواځي پر خپلو ملي سیاستونو ټینگار ولري او سره له دې هم وغواړو چې په نړۍ کې یو لوبغاړی وگرځي، نو دا به یو ناکامه هڅه وي.»

میرکل وویل چې یو واحد موقف ته ځکه اړتیا ده چې د نړیوالو کړکیچونو یوه ستره برخه د اروپا د پولو په گاونډیتوب کې پیښیږي. هغې په دې اړه د بیلگې په توگه  اروپا ته له آسیا او افریقا څخه د مهاجرو بهیر ته اشاره وکړه چې ډيري دغو مهاجرینو له جگړو او اقتصادي بې وزلې څخه اروپا ته مخه کړې ده.

میرکل وویل چې اروپا نه یواځې یو گډ بهرني سیاست بلکه یو گډ او متحد دفاعي سیاست ته هم اړتیا لری. هغې زیاته کړه: «که چیرې موږ خپل شا او خوا ته پام وکړو، یو لړ نړیوال کړکیچونه زموږ د دروازو تر شا  ولاړ دي. په ۲۰۱۵ کال کې موږ گلوبلازیشن عملا ولید چې اروپا ته یې مخه کړه او هغه هم د بشري مهاجرت په بڼه کې. وجه یې دا ده چې موږ د سوریې د جگړې د حل له پاره څه ونه کړل، په عراق کې د داعش پرضد مو څه ونه کړل.»

د معقولې همکارې له پاره غږ

د آلمان صدراعظمې یادونه وکړه چې د اروپا په لور د اکثرو سوریايي مهاجرو راتگ ته په کتو سره اروپا تر ټولو زیات باید د دغې جگړې د پای ته رسولو له پاره لیوالیتا ښکاره کړې وای. خو هغې وویل چې له بده مرغه « د دغې جگړې د حل  په هڅو کې د اروپا اتحادیه کابو هیڅ نقش نه دی لری».

د آلمان صدراعظمې وویل چې د هغې هیواد به «په راتلونکې کې هم د نړیوالو ستونزو په حل کې له هیڅ ډول زیار څخه سپما ونه کړي». دغه راز هغې د اروپا په دننه او په نړیواله سطحه «عوام پالنې» او «پروتکشنیزم» یعنی د خپل هیواد د اقتصادي بازار دروازې د نړیوال محصولاتو پر مخ د تړلو هڅو باندی انتقاد وکړ: 

د اروپا له پاره یوه لس کلنه ستراتيژي

که څه هم میرکل  پر «پروتکشنیزم» باندی له اننقاد سره د چا نوم وانخیست، خو احتمالا د امریکا متحده ایالاتو د ولسشمر دونالد ترمپ هغې اقتصادی پالیسی ته اشاره وي چې وايي په لومړي سر کې د امریکا اقتصادی بازار باید د امریکايي محصولاتو په اختیار کې وي.

د فرانسې ولسشمر ایمانویل مکرون، هم چې د لومړي ځل له پاره یې د داووس په نړیوال اقتصادي فورم کې وینا وکړه، د نړیوالو سیاسی او اقتصادي ننگونو ته د ځواب لپاره  د میرکل په څير د یو گډ اروپايي دریځ غوښتنه وکړه: «فرانسه د اروپا محور ته بیرته راستنه شوه. دا ځکه چې موږ به  هیڅکله د فرانسې بریالیتوب د اروپا د اتحادیې له بریالیتوب څخه پرته ونه وینو.»

مکرون وویل چې د اروپا اتحادیه باید په راتلونکو لس کلونو کې ژور اصلاحاتو ته غاړه کیږدي. هغه ټینګار وکړ چې دغې ستراتيژی ته اړتیا ده ترڅو اروپا  له سیاسي، اقتصادي او ټولنیز لحاظه نوره هم پیاوړې شي. خو د فرانسې ولسشمر یادونه وکړه چې د ټولنې تر ټولو زیات د «اسیب پذیره غړي» باید د هر پرمختگ په قیمت  قرباني نه کړای شي.

زموږ له آرشیف څخه: