1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سوریې د کړکیچ د سیاسي حل لارې غوښتنه

۱۳۹۴ آبان ۷, پنجشنبه

آلمان او چین موافقه کړې ده چې د سوریې کړکېچ ته یوه سیاسي حل لاره ومومي. د آلمان صدراعظمې د چین له لومړي وزیر لي، سره په پیکینګ کي تر لیدنې وروسته وویل چې د سورې د خبرو اترو پر نوي بڼي باندې کار روان دی.

https://p.dw.com/p/1GwMk
انځور: Reuters/M. Someya

میرکل د پنجشنبې په ورځ وویل: «موږ یوې سیاسي حل لاري ته اړتیا لرو. دا ډیره اړینه خبره ده چې دغه شان یوه حل لاره باید وموندل شي. لږ تر لږه اوس د داسې خبرو اترو د شکل نښانې شته چې ټول ښکیل اړخونه سره نزدې کولای شي.»

د میرکل د سفر موخه له چین سره د اقتصادي اړیکو پراخول دي، خو هغې د دې سفر په جریان کې همداراز هڅه وکړه چې چین له روسیې سره د خپلو اړیکو په کار اچولو سره د سوریې د شخړي په حلولو کې مرسته وکړي.

د چین لومړي وزیر لي لیګیانګ، په دې اړه له میرکل سره موافقه وکړه چې د سوریې د کړکیچ د حلولو اړتیا مخ پر ډیریدو ده. هغه خبریالانو ته وویل: «تر ټولو مهمه خبره دا ده چې له موقوع څخه باید استفاده وشي چې داسې سیاسي حل لاري عملي شي چې یوه برابر او پرانیستې سیاسي دیالوګ ته لاره اواروي.»

هغه زیاته کړه چې داسې وړاندېزونه یې کړي دي چې له مخې یې په سوریې کې وضع ښه کیدای شي: «موږ هیله من یو چې وبه کولای شو دغه وړاندیزونه سره یوځای کړو، په خاصه توګه د ملګرو ملتونو له لاري، څو وکولای شو د سوریې د شخړي په اړه یوه بیانیه ولرو.»

چین او روسیه د اسد رژیم له پیاوړو ملاتړ څخه شمیرل کیږي. دغو دوو هیوادونو تر اوسه پوري څو واري په امنیت شورا کې د اسد پر ضد د بیانیو مخه نیولې ده. تیره میاشت مسکو په سوريه کې د اسلامي دولت پر ضد خپل هوايي بریدونه پیل کړل. یو شمیر لویدیځ هیوادونه پر روسیې باندې تور لګوي چې د اسلامي دولت پر اډو باندي د برید کولو په پلمه د اسد مخالفې ډلې ځپي، خو روسیه دغه تورونه ردوي.

د میرکل له پاره له دې کبله د سوریې کړکیچ پای ته رسیدل، مهم دي ځکه چې هیواد يې په وروستيو کې ډیر سوريايي مهاجر ورغلي دي.

اقتصادي تړونونه

د میرکل او لي په حضور کې همداراز څو اقتصادي تړونونه هم لاسلیک شول. په دغو تړونو کې د الوتکو جوړونکو ایربس سره موافقه هم شامله ده، چې له مخې به یې چینایي شرکتونه د ۱۷ میلیارده ډالرو په ارزښت الوتکې رانیسي.

پر دې سربیره د انجینري په برخه کې هم ځینې تړونونه لاسلیک شوي دي. میرکل د پنجشنبې په ورځ له شلو آلماني سوداګرو سره چین ته ورسیده. هغه به په همدې ورځ وروسته د چین له ولسمشر شي جین پینګ، سره هم وویني.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب