1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

میرکل افغانستان ته د رد شوو مهاجرو له اخراج څخه دفاع وکړه

۱۳۹۶ خرداد ۴, پنجشنبه

د آلمان صدراعظمې انګلا میرکل د کاتولیکې کلیساو په نړیواله ورځ افغانستان ته په آلمان کې د رد شویو افغان مهاجرو د بیرته ستنولو له پریکړې څخه دفاع وکړه.

https://p.dw.com/p/2dZfA
Deutschland 36. Evangelischer Kirchentag in Berlin - Barack Obama und Angela Merkel
انځور: picture-alliance/AP Photo/G. Breloer

د رویټرز خبري آژانس په حواله د آلمان صدراعظمې د پنجشنبې په ورځ(د می میاشتې۲۵) په برلين کې د امریکا متحده ایالاتو د پخواني ولسمشر بارک اوباما سره یوځای د کاتولیکي کلیساو د نړیوالې ورځې په مناسبت جوړو شوو مراسمو کې وویل: «پوهیږم چې زه له دې کار سره زما محبوبیت کموم.»

میرکل زیاته، خو کله چې وروسته د څو واره ارزونې څخه د یوه پناغوښتونکي پناهندګي رد شي باید دا کار عملي شي. سړی باید پر هغو کسانو تمرکز وکړي چې واقعاً هم مرستې ته اړتیا لري.

کله چې د EKD یا په آلمان کې د کاتولیکي کلیساو مشر هنریش بدفورد شتروم له میرکل څخه پوښتنه وکړه چې ولې باید هغه انسانان هم اخراج شي چې پخوا لا په آلمان کې مدغم شوي دي میرکل وویل:

«په راتلونکي کې به د داسې مواردو شمیر کم کړای شي، په کوم کې چې د مهاجرو د نویو غوښتنلیکونو په برخه کې ډیر ژر پریکړه کیده او دوی به په آلمان کې د پاتې د چانس په اساس پر ناحیو ویشل کیدل».

په برلين کې د کاتولیکي کلیساو نړیواله ورځ
په برلين کې د کاتولیکي کلیساو نړیواله ورځانځور: picture-alliance/dpa/M. Gambarini

همدارنګه د امریکا متحده ایالاتو پخواني ولسمشر بارک اوباما هم له دې دریځ څخه دفاع وکړه. هغه وویل که څه هم یو ماشوم د خدای په نزد همدومره چې په خپل هیواد کې د ترحم او شفقت وړ دی په یو بل هیواد کې هم دی«خو موږ او دولتي مشران هم په خپلو سرحدونو کې دننه او د خپلو محدودو امکاناتو په چوکاټ کې د خپلو اتباعو پر وړاندې مسئولیت لرو.»

میرکل د ۲۰۱۵م کال کې راهیسې (کله چې د مهاجرت کړکیچ خپل اوج ته ورسید) د محافظه پاله منتقدینو له خوا په تر اندازې زیات نرم چلند تورن شوې. کلیساوې او اپوزیسیون بیا د دې برعکس پر میرکل او په ځانګړي توګه افغانستان ته د رد شویو مهاجرو په بیرته ستنولو یا اخراج نیوکه کوي.

دغه موضوع په مرکزې آسیایې هیوادونو کې د روان امنیتي وضعیت له امله د SPD یا د آلمان سوسیال دیموکرات ګوند له پاره هم یوه شخړیزه موضوع ده. 

د دې موضوع اړوند زمونږ له آرشیف څخه انځوریز رپوټ:(20.02.2017)