1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

مژده: طالبانو له کابل سره د سولې پر سر خبرې نه دي کړي

Masood Saifullah۱۳۹۵ مهر ۲۷, سه‌شنبه

د طالبانو د چارو کارپوه وحید مژده، په ګاردین ورځپانې کې د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د لیدنې او سولې پر موضوع خبرو په اړه خپور شوی رپوټ ناسم بولي. هغه وایي، که طالبانو له افغان حکومت سره لیدلي هم وي نو ښايي د بحث موضوع سوله نه، بلکې نور څه وه.

https://p.dw.com/p/2RN6r

د ګاردین ورځپاڼې د سه شنبې په ورځ وویل چې طالبانو د سپتمبر په میاشت کې په قطر کې د افغان حکومت له استازو سره په پټه د سولې خبرې اترې کړې دي. دې ورځپانې خپل رپوټ د نامعلومو سرچنیو په حواله لیکلی دی.

ګاردین د طالبانو د یوه چارواکي په حواله لیکلي دي چې په قطر کې د دغو خبرو اترو پر مهال یو امریکایي دیپلومات هم حاضر وو. د ګاردین په حواله په خبرو اترو کې د طالبانو د پخواني مشر ملا عمر ورور، ملا منان هم شامل وو.

په کابل کې چارواکو د دغ رپوټ په اړه څه نه دي ویلي.