1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ميرکل وايي اروپا نور پر امريکا تکيه نه شي کولای

۱۳۹۶ خرداد ۸, دوشنبه

ميرکل په ايټاليا کې د جي ـ ۷ سرمشریزي او ناټو په غونډه کې له ولسمشر ترمپ سره تر ليدنې وروسته له امريکا سره د اړيکو په هلکه مايوسي څرګنده کړې. په دغو غونډو کې ترمپ له اروپايي شريکانو سره پر ګنو موضوعاتو د نظر اختلاف وښود.

https://p.dw.com/p/2djMA
Italien G7-Gipfel auf Sizilien
انځور: picture alliance/dpa/M. Kappeler

صدر اعظمه ميرکل تر جي ـ ۷ مايوسه کوونکي سرمشریزې وروسته نه غواړي چې پر امريکا د اعتبار وړ ملګري په توګه تکيه وکړي. هغې وويل: «هغه وخت اوس تير دی چې موږ پر يو بل تکيه کولای شوای. دا خبره ما په دې تيرو ورځو کې تجربه کړه.»

ميرکل پرون، يکشنبه(د ۲۰۱۷ م کال د مي ۲۸) په مونشن کې وويل: «موږ اروپايان په رښتيا اوس دې ته ضرورت لرو چې خپل برخليک په خپله وټاکو.»

ميرکل په دې څرګندونو سره د امریکا متحدو ايالاتو نوي حکومت ته اشاره وکړه او ورسره یې له اروپايي ټولنې څخه د بريتانيا د وتلو يادونه هم وکړه.

دې وويل: «له امريکا متحدو ايالاتو او بريتانيا سره مو دوستي بايد همداسي پاتي شي خو بايد په دې وپوهيږو چې د خپل برخليک له پاره بايد پخپله مبارزه وکړو. او زه غواړم دا کار له تاسو سره ګډه وکړم.»

د مکرون ځانګړی نقش

ميرکل په دې ترڅ کې د فرانسې د نوي ولسمشر امانويل مکرون په مشرتوب له دغه هيواد سره ښو اړيکو ته ځانګړی اهميت ورکړ. هغې وويل: «موږ بايد له روسیې او نورو ګاونډیانو سره هم ښې اړيکې ولرو خو د خپل برخليک له پاره بايد خپله مبارزه وکړو.»

د ترمپ ناوړه چلن

د اوو سترو صنعتي هيوادونو په سرمشريزه کې چې د جمعې او شنبې په ورځو په ايټاليا کې جوړه شوې وه، هيڅ پرمختګ ونه شو. د امریکا متحدو ايالاتو ولسمشر دونالد ترمپ د خپل مقاومت په تګلاري سره دغه سرمشریزه له ناکامۍ سره مخامخ کړه. په ترمپ د پاريس د اقليم ساتني تړون د منلو هڅه هم ناکامه شوه. دی غواړي په دې هلکه پريکړه په راتلونکې اوونۍ کې وکړي.

همدا راز د سوداگرۍ په هلکه هم د جي اووه په غونده کې د قناعت وړ خبري ونه شوې.  ترمپ په بروکسل کې هم د آلمان پر سوداګريزو کړنو نيوکې وکړې او شکايت یې وکړ چې په امريکا کې ډير زيات آلماني موټران پلورل کيږي.

په مونشن کې د ميرکل د يکشنبې ورځې د ليدنې کتنې موخه د آلمان له مسيحي سوسيال ګوند سره چې د ميرکل د مسيحي ديموکرات ګوند د اوږدې مودې متحد دی، د آلمان د پارلماني ټاکنو ترمخه د ژمنو د نوي سره تازه کول وه.

ترمپ ته د ميرکل د مخالف کانديد شولڅ ځواب

د آلمان د سوسيال ديموکرات ګوند (ايس پي دي) مشر او په راتلونکو ټاکنو کې صدراعظمۍ ته کانديد مارتين شولڅ هم د ميرکل د څرګندونو په تقليد پر اروپا د زياتي همکارۍ غږ وکړ.

شولڅ وويل: «اروپا یې ځواب دی.» یعني پر ټولو محاذونو د اروپا جوخته او ژوره همکاري ترمپ ته يو ښه ځواب دی.

شولڅ چې د ۲۰۱۲ تر ۲۰۱۷ م کال پورې یې د اروپا په پارلمان کې کار کړی، وويل چې اروپا بايد له ترمپ سره د چلن له پاره پریکړنده دريځ غوره کړي.