1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ميرکل د مهاجرو د نهايي حد ټاکل رد کړل

۱۳۹۶ تیر ۲۶, دوشنبه

ميرکل د خپل شريک ګوند له خوا آلمان ته د داخليدونکو مهاجرو د شمير د محدودولو وړاندیز رد کړې دی. د سوسيال مسيحي ګوند مشر ګواښ کړې وو چې که د مهاجرو د شمير کمولو له پاره اقدام ونه شي نو دوی به له ميرکل سره ايتلاف ونه کړي.

https://p.dw.com/p/2ge8i
ARD-Sommerinterview mit Angela Merkel
انځور: Picture alliance/dpa/M. Gambarini

د آلمان صدر اعظمې انګلا ميرکل د خپلې کلنۍ تلويزيوني مرکې په ترڅ کې آلمان ته د داخليدونکو مهاجرو د نهايي حد د ټاکلو وړاندیز رد کړ. د دې د مخه د آلمان د مسیحي سوسيال ګوند چې د ميرکل د مسيحي ډيموکرات ګوند متحد ګوند دی، دا وړاندیز کړی وو چې د مهاجر د داخليدو يو وروستۍ حد دې وټاکل شي. ميرکل وويل چې آلمان ته د داخليدونکو مهاجرو يو حد ټاکل د حل لار نه ده.

ميرکل وويل: «د مهاجرو د نهايي حد په هلکه زما دريځ روښانه دی. زه به دا ونه منم.»

دې زیاته کړه چې د مهاجرو شمير د دوی په اصلي هيوادونو کې د مقرراتو په رامنځته کولو او د داسې يوې وضعې د رامنځته کيدو د مخنيوي له پاره د لاس په کار کيدو له لارې کميدلای شي، چې دوی مهاجرت ته اړ باسي.

د ميرکل دا دريځ به نوموړې د مسيحي سوسيال ګوند د مشر هورست زيهوفر، د مخالفت سره مخ کړي، ځکه نوموړي ګواښ کړې وو چې د يوه کلني نهايي حد د ټاکلو پرته به د ميرکل سره په ايتلاف کې شامل نه شي.

ميرکل په دغه مرکه کې دا هم وويل چې هيله لري د ناټو په همکارۍ به د ترکیې او آلمان ترمنځ زياتيدونکی واټن له منځه يوړل شي.

په ترکيه کې د ناټو د پوځي اډې لانجه

تيره اوونۍ ترکیې د آلمان د  پارلمان غړيو ته په قونيه کې د ناټو په پوځي اډه کې د «AWACS» اکشتافي الوتکو په ماموريت د شاملو آلماني عسکرو سره د ليدنې اجازه ونه کړه. دغه ليدنه کتنه د دوشنبې ورځې له پاره په نظر کې نيول شوې وه.

ترکیې دا ليدنه کتنه له د دواړو هيوادونو په خپل منځي اړيکو کې له ترنګلتياو له کبله ځنډولې ده.

ميرکل نه غواړي چې د ترکي پنا غوښتنونکو موضوع د قونيه د پوځي اډې له موضوع سره ارتباط ورکړي. دې وويل چې دا دوه بیخي جلا موضوګانې دي: «يوې پايلې ته تر رسیدو د مخه موږ بايد خبرې اترې وکړو او د ناټو په مرسته د لانجې د حل له پاره بحثونه سره وکړو.»

آلمان څو اوونۍ تر مخه د انجرليک له  پوځي اډې څخه هم خپل عسکر د هغه وروسته اردن ته انتقال کړل چې د پارلمان غړو ته له دغه عسکرو سره د ليدو اجازه ور نه کړل شوه. د ناټو عمومي منشي هم د جمعې په ورځ د آلمان او ترکیې د بهرنيو چارو له وزیرانو څخه د خپلو اختلافاتو د له منځه وړولو غوښتنه وکړه.

ميرکل د خپلې دې پراخې مرکې په ترڅ کې د جي ـ شل غونډې د کوربتوب له پاره د هامبورګ ښار د انتخابولو له خپلې پریکړې څخه هم دفاع وکړه. د جي ـ شل د غونډې پر وخت په هامبورګ ښار کې د کيڼ اړخه تندلارو له خوا سختې مظاهرې وشوې او سخته ګډوډۍ رامنځته شوه. د دغه ګډوډيو په ترڅ کې څو تنه پوليس هم ټپيان شوي ول.

انګلا ميرکل، د آلمان د راتلونکي مشره؟

د آلمان په مشرتوب کې د پاتې کيدو په هلکه ميرکل وويل چې دا په نظر کې لري چې د راتلونکو څلورو کالو له پاره هم د آلمان مشري وکړي. میرکر د راتلونکو ټاکنو په اړه وویل: «سړی هيڅ نه پوهيږي چې ژوند به څه ورسره وکړي، خو زه د راتلونکو څلورو کالو له پاره مشرتابه ته د دوام د ورکولو پخه اراده لرم.»

د نظر پوښتنو نتایج ښيي چې ميرکل به ښايي د سبتمبر میاشتې په ټاکنو کې بيا د آلمان د صدراعظمې په توګه وټاکله شي.