1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ميانمار روهنګيايانو ته د کورونو د جوړولو رپوټ تصحیح کړ

۱۳۹۶ آبان ۶, شنبه

د ميانمار يوې دولتي ورځپاڼې د شنبې په ورځ خپل هغه رپوټ تصحيح کړ چې ويلې وو چي يو اې هبيتات د ملګرو ملتونو د يو پروګرام له لارې په راخينه کې روهنګيا بيځايه شويو ته کورونه جوړوي.

https://p.dw.com/p/2mf6u
Geflüchtete Rohingya in Bangladesch
آرشيف انځورانځور: bdnews24.com

د ميانمار دولتي ورځپاڼې «ګلوبل نيو لایت آف ميانمار» ويلي دي. « دا درسته نده چې ګواکې يو ان هبيتات دې په راخينه ایالت کې د بيځايه شويو کورنيو د کورونو په جوړولو کې تخنيکې مرستي برابروي.»

دغې ورځپاڼې د ملګرو ملتونو د چارواکو له قوله ليکلي دي: « د ملګرو ملتونو چارواکو ويلي دي چې پر دغې موضوع لا تر اوسه خبرې اترې روانې دي. ګلوبل نيو لایت آف ميانمار پر دغې تيروتنې تاسف ښکاره کوي.»

دغې ورځپاڼې په خپل رپوټ کې ويلي وو چې يو ان-هبيتات موافقه کړې ده چې د بي ځایه شويو خلکو کورنو د بيا جوړولو په برخه کې تخنيکي مرستې برابروي او دغه موسسه به ډير ژر د مسوولانو سره په ګډه د دغې پروژې کار پيل کړي.»

ملګرو ملتونو رويټرز خبري آژانس ته په يوه استول شوي رپوټ کې ويلي دي چې په دې اړه  د دوي استاځو روانه اوونۍ د ميانمار په پلازمينه نايپايتا کې د ميانماري چارواکو سره خبرې اترې لرلې خو «تر اوسه» کوم توافق ته ندي رسيدلي.

د ميانمار په لويديځ راخينه ايالت کې د اګست مياشتې تر تاوتريخوالو وروسته څه د پاسه ۶۰۰ زره روهنګيايان ګاونډي هيواد بنګله ديش ته مهاجر شوي دي. ملګرو ملتونو په راخينه کې د ميانمار پوځ لخوا روهنګيايانو پر وړاندې ترسره شوي تاوتريخوالي؛ لکه: جنسي تيري، د کورونو سوځول او وژنې، په لوی لاس د دغه مسلمان اقليت د لمنځه وړل يا نسل وژنه بللې ده.

که څه هم ميانمار وايي چې په راخينه کې يې پوځي عمليات د سپټامبر په پنځمه درولي دي، خو په وروستيو وروځو کې هم له دغه ځايه په زرونو روهنګيايي مهاجر د نف سيند څخه په تيريدو بنګله ديش ته مهاجر شوي دي.

د میانمار مشرې اونګ سان سو ويلي دي په بنګله ديش ته تللی هر بيځایه شوي کس چې دا ثابته کړي د ميانمار اوسيدونکی دی کولای شي بيرته دغه هيواد ته وګرځي، خو دا معلومه نده چې آيا بنګله ديش ته تللي مهاجر به بيرته ميانمار ته د تلو اجازه ولري او که نه.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (18.10.2017):