1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«موږ به بل وار تر دې ډېر پياوړي ميدان ته راسو»

آژانسونه۱۳۹۳ اسفند ۲۲, جمعه

افغان کرکیټ لوبډلي نړیوال جام ته خپل سفر د یوې لوبي په گټلو او پنځو نورو په بایللو سره پای ته ورساوه. دغي لوبډلي په خپله وروستۍ لوبه کې د جمعې په ورځ په نهو وکټو پر انگلستان باندي لوبه بايلوده.

https://p.dw.com/p/1EqQX
انځور: Getty Images/AFP/Martin Hunter

د جمعې ورځي د لوبي پچه انگلستان وگټله او پخپله یې د توپ اچوولو پریکړه وکړه. افغانستان خپل لومړي لوبغاړي ډیر ژر له لاسه ورکړل او و نه توانیدل چې د انگلیسي توپ اچوونکي جیمز اندیرسون توپونه راوگرځوي. افغانستان خپله ټول اورونه و نه لوبول او لوبه د باران له کبله ودریده.

افغان لوبډلې په ۳۶.۲ اورونو کې د اوو لوبغاړو په سوځېدو سره یوازې ۱۱۱ منډې جوړي کړي وې.

انگلستان چې هم د افغانستان په شان په نړیوال جام کې خپله وروستۍ لوبه کوله د لوبي تر بیا پیلیدو وروسته، په ۲۵ اورونو کې او یوازې د یوه لوبغاړي په سوځېدو سره ځان ټاکل شوي هدف ته ورساوه او په دې ترتیب سره یې په نړیوال جام کې خپله وروستۍ لوبه وگټله.

که څه هم افغان لوبډله ونه توانیده چې د نړیوال جام دویم پړاو ته لار ومومي، خو دې ډلي له سکاتلند څخه د لوبې په گټلو سره په خپل تاریخ کې د نړیوال جام د یوې لوبي بریا ثبت کړه. پر دې سربیره سمیع الله شینواری، حمید حسن او شاپور ځدران هم په دې جام کې ښه وځلیدل.

د افغانستان لوبډلي روزونکي مولیز ویلي دي: «زموږ هلکان به له دې تورنمنت څخه له ډیرو ښو خاطرو سره ولاړ شي.» هغه زیاته کړې ده: «موږ به بیرته ولاړ شو او ټول هغه څه چې دلته تیر شوي دي له سره وگورو څو په دې خبره پوه شو چې په کومو برخو کې لا ډیرو روزنو ته اړتیا لرو. موږ به بل ځل تر دې ډیر پیاوړي راشو.»

مولیز ویلي دي: «زه فکر کوم چې حالات د هغه چا له پاره چې لومړی یې توپ اچوونه کوله ډیر برابر وو. اندریسون لکه څرنگه چې موږ ټول په پوهیږو په داسي شرایطو کې د نړۍ له پیاوړو توپ اچوونکو څخه یو دی.»

مولیز زیاته کړې ده چې افغان لوبغاړو د لوبو په منځ کې ډیر زیار ایستلی وو، څو خپلو راتلونکو لوبو ته چمتو اوسي. له بلې خوا د افغان لوبډلي کپتان محمد نبي، ویلي دي چې د هغه لوبغاړو له نړیوال جام څخه ډیر څه زده کړي دي.