1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مولن: د پاکستان سره بايد اړيکي ښې وي

۱۳۹۰ فروردین ۳۱, چهارشنبه

د امريکا د متحده ايالاتو لوي درستيز جنرال مايک مولن نن د چهارشنبي په ورځ په يو رسمي سفر اسلام آباد ته رسيدلی. چيري چي به د لوړ پوړو پاکستاني جنرالانو سره د طالبانو سره د دولتي کسانو د اړيکو د لرلو په سر خبري وکړي.

https://p.dw.com/p/10zdQ
مايک مولن
مايک مولنانځور: AP

داسي ويل کيږي چي د پاکستان استخباراتي اداره ISI د پاکستان او افغانستان پولي ته څيرمه په قبايلي سيمو کي د طالبانو سره اړيکي لري.

تر دي وړاندي مايک مولن افغانستان ته په سفر تللي وو. هغه خبريالانو ته ويلي وو چي د پاکستان د لوي درستيز جنرال اشفاق کياني سره به دا موضوع راپورته کړي.

مولن د امريکا او پاکستان د حقاني د شبکي خلاف ګډه جګړه ستايله وه، خو دا اړيکي وروسته تر هغه خړي پړي سوې چي د ISI سره د طالب جنگياليو اړيکي په ګوته سوې. د حقاني ډله د کرښي د هغه غاړي د ناټو پر ځواکونو حملي کوي.

هغه خبريالانو ته زياته کړي چي « د حقاني شبکه اوس په سختو ورځو شپو کي راګير ده.» ، « موږه اوس هم د پاکستاني پوځ په مرسته سره شريک کار کوو، خو د ISI اړيکي د حقاني شبکي سره دغه کړکيچ را مخه ته کړی.»

د حقاني شبکه د القاعدې ملاتړي ډله ده چي د پخواني قومندان جلاالدين حقاني لخوا پر مخ بيول کيږي، او د پاکستان د قبايلي سيمي جنوبي وزيرستان څخه خپل فعاليتونه کوي. دغه ډله په افغانستان کي په خونړيو پيښو کي په لاس لرلو تورنه ده.

په ۲۰۰۹ م کال کي د خوست په ولايت کي د امريکايانو په يوه مرکز کي يو ځانمرګي بريد سوی وو چي په نتيجه کي يي دCIA ۷ تنه کار کوونکي ووژل سول، ددغه بريد پړه هم دده پر شبکي ور اچول کيږي.

د افغانستان په ختيځ کي د ايتلافي ځواکونو قومندان تورن جنرال جون کيمپبل خبريالانو ته ويلي چي د مولن په سفر کي به کوښښ وسي چي د پاکستان سره په ګډه د حقاني د شبکي د راپرځولو لپاره کار وسي.

هغه زياته کړه « چي د سرحد دواړه غاړي ته عمليات سوي خو په دي خبره يې اعتراف وکړ « چي زه نه پوهيږم چي هغوی په کومه کچه د ISI سره اړيکي لري.

د جنوري په مياشت کي د CIA د يو اجير مامور لخوا د ۲ پاکستاني ملکي وګړو په وژنه ، د استخباراتي شبکو د معلوماتو د نه شريکولو او د بې پيلوټه الوتکو د بمباريو په اړه اړيکي خړپړي سوي وې.

مولن په افغانستان کي د سيلرنو د پوځي اډي څخه د کتني په وخت ويلي چي طالبان د تيرو لسو کلونو په جګړه کي پياوړي سوي او په راتلونکي فصل کي به جګړه سخته وي. هغه خبريالانو ته ويلي « چي سږکا موږ سخت کال په مخکي لرو.» « زه په دې باره کي د امريکا د خلکو سره واضح دريځ لرم. تيرکال چي موږ څومر څرګند ضايعات لرل، شايد دا کال يي هم ولرو.»

د يوې خپلواکي ويب پاڼي iCasualties.org په حواله امريکايي ځواکونو په ۲۰۱۰ م کال کي ۴۹۹ عسکر د لاسه ورکړي وو.

آژانسونه/ سيد رياض

کتونکی: نجيب الله زيارمل