1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

موسي زی:د ستراتيژيک سند پر ځينو برخو هوکړه سوې

۱۳۹۰ شهریور ۲۱, دوشنبه

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي، چي له امريکا سره د ستراتيژيک سند پر يو شمېر برخو يوې هوکړي ته رسيدلي دي.له تير يوه کال راهيسي د کابل او واشنګټن تر منځ د اوږد مهالي همکارۍ د تړون پر سر خبري رواني دي.

https://p.dw.com/p/12XBX
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسي زی
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسي زیانځور: DW

دمګړی د افغانستان د ملي امنيت شورا مشرډاکټررنګين دادفرسپنتا په مشرۍ يوه ډله په واشنگټن کي ددغه سند پر سر خبري اتري کوي.

په سند کي  چي تر اوسه رسنيو ته نه دی سپارل سوی ويل کيږي امريکا په دې لټه کي ده چي له ۲۰۱۴ کال  وروسته په افغانستان کي يو شمير دايمي اډې ولري تر څو سيمي ته د امنيتي احتمالي ګواښونو د رامنځ ته کيدو په صورت کي ورسره مقابله وکړي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسي زی په کابل کي له دويچه ويله سره په خبرو کي وويل چي، افغان پلاوي د ستراتيژيکو همکاريود سند پر ځينو مادو له امريکايي  چارواکو سره هوکړي ته رسيدلي دي.

د ښاغلي موسي زي د وينا له مخي، چي د کابل او واشنګټن ترمنځ د اوږد مهالو اقتصادي همکاريو پر سره د ډاکټر سپنتيا او امريکايي لوري ترمنځ هوکړه سوې ده.

هغه وويل، چي امريکايي لوري په دغه سند کي ويلي چي له ۲۰۱۴کال وروسته له افغانستان سره تر هغه پوري چي پر خپلو پښو نه وي دريدلي خپلو اقتصادي همکاريو ته به دوام ورکوي.

په دغو اقتصادي همکاريو کي به له افغان امنيتي ځواکونو او نورو ملکي بنسټونو سره تخنيکي او مالي مرستي شاملي وي.

امريکا د طالبانود واکمنۍ له ړنګيدو وروسته د افغانستان له بياودانولو سره د لويو مرستندويو هيوادونو له ډلي څخه شميرل کيږي.

د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسي زي دا هم وويل، چي افغان پلاوی اوس د امريکا او افغانستان تر منځ د اوږد مهالو نظامي همکاريو پر سر او په افغانستان کي د امريکي د اوږد مهالي شتون په باب خبري کوي.

امريکا ټينګار کوي، چي افغانستان به يوازي نه پريږدي ترڅو يو ځل بيا د نويمي لسيزي اشتباه رامنځ ته نه سي.

اوس ډيری افغانان په دې ويره کي دي چي که چيري امريکايي لښکري له ۲۰۱۴ کال وروسته يا له افغانستان څخه ووزي او يا هم خپل پوځي حضور لږ کړي نو امکان لري چي افغانستان يو وار بيا د جنګ سالارانو او ترهګرو ډلو د زور زياتي په ډګربدل سي.

د دغسي انديښنو د لري کولو لپاره افغان دولت اوس هڅه کوي، چي له امريکايي لوري سره يوې داسي هوکړي ته ورسيږي تر څو افغانان د اوږدي مودې لپاره د امريکي له پوځي او اقتصادي مرستو څخه ګټه پورته کړي.

د بهرنيو چارو وزارت د وياند جان موسي زي په وينا امريکا له افغانستان سره اوږد مهالو  مرستو ته ليواله ده او يوازي امريکا نه، بلکي د نړۍ ډير هيوادونه چي د طالبانو په نسکورولو کي يي له افغانسان سره مرسته کړي په دې لټه کي دي، چي افغانانو ته يوه روښانه راتلونکي رامنځ ته کړي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل