1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مور او پلار بنديان کړي دولس خويندي او وروڼه آزاد شوي دي

۱۳۹۶ دی ۲۶, سه‌شنبه

د کاليفورنيا پوليسو په يوه کور کې دولس خويندي او وروڼه موندلي دي چې ځيني يې په زنځيرونو تړل شوي ول. يوه ۱۷ کلنه په تېښته بريالې شوه او پولیسو ته یې د مرستې له پاره زنگ وهلی وو.

https://p.dw.com/p/2qtxg
USA Geschwister aus Gefangenschaft befreit in Perris
انځور: Reuters/M. Blake

د سيمه ايزو پوليسو يوه مشر وويل چې، کله چې پوليس د لاس اينجلس په جنوب ختيځ کې د پرتې کوچنۍ سيمې پيريس يوه کور ته ور داخل شول، نو يو ډير دردونکو حالت یې وليد. په ټوليزه توگه دولس خويندي او وروڼه چې عمرونه یې د دوو او ۲۹ کالو ترمنځ دي، په ډير خراب او تياره ځای کې ساتل کېدل. مور او پلار خپل دغه ماشومان په کړيو او زنځيرونو تړلي ول.

پوليس هغه وخت دغه کور ته رورغلل چې د خپل مور او پلار ۱۳ مه قرباني نجلۍ له کور څخه په تېښته بریالې شوه. دغه ۱۷ کلنه د ځان په خلاصولو توانيدلې وه او پوليسو ته یې خبر ورکړې وو.

مور او پلار د شکنجې په تور نيول شوي

له دې ماشومانو څخه یې شپږ کم سنه دي او نور اووه تر ۱۸کلنۍ لوړ دي. پوليسو لومړۍ فکر کاوه چې ټول قربانيان کوچنيان دي خو هغه وخت له يوه شوک سره مخامخ شول چې پوه شول په قربانيانو کې تر ۱۸کلنۍ زيات هم پکښې شامل دي. د پوليسو په رپوټ کې ویل شوي دي چې ځينې قربانيان په خپلو کټونو پوري تړل شوي ول او خوارځواکي او خیرن ښکاريدل او په کور کې بد بوي خپور وو.

په رپوټ کې زياته شوې ده چې ۵۷ کلن پلار او ۴۹ کلنې مور داسې کومه قانوني وجه ونه ويله چې ولې یې خپل ماشومان بنديان کړي ول. خو دا لا نه دي ويل شوي چې دغه خويندي او وروڼه له څومره مودې راهيسې بنديان ول.

مور او پلار نيول شوي دي او پر دوی به د شکنجې په تور دعوا وشي.

د چارواکو په حواله خويندو او وورڼه ته اوبه او خواړه ورکړل شوي او ۱۳سره د درملنې په موخه يوه روغتون ته ليږدول شوي دي.

پيريس د لاس اينجلس څخه کابو ۱۱۰ کيلومتره ليرې په ريرور سايد ښارگوټي کې پرته کوچنۍ سيمه ده. د يوه سيمه ایز تلویزيون د رپوټ په حواله دا تن چې خپل ماشومان یې بنديان کړي ول، د پيريس د يوه شخصي ښوونځي مشر دی.

qu/haz(afp,dpa,rtr)(B.S/N.Z) 

زموږ له آرشيف څخه: