1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مودي یو ځل بیا افغانستان ته سفر کوي

آژانسونه۱۳۹۵ خرداد ۱۴, جمعه

هندی لومړی وزیر نریندرا مودي، د شپږو میاشتو په موده کې د دویم ځل له پاره د شنبې په ورځ افغانستان ته سفر کوي چې د سلما بند په پرانیسته کې برخه واخلي.

https://p.dw.com/p/1Izmz
انځور: picture-alliance/dpa

په هرات کې جوړ شوی دغه بند چې ارزښت یې له دوه میلیاردو ډالرو څخه لوړ دي، په افغانستان کې د هندوستان د پرمختیایي دوو لویو پروژو له ډلې څخه یوه ده.

د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویکاس سواروپ، افغانستان ته د مودې د شنبې ورځې سفر په اړه وویل: «د افغانستان او هندوستان د دوستي بند کار پای ته رسیدل، د ۱۵۰۰ څخه ډیرو افغان او هندی انجینرانو او نورو مسلکي کسانو د سخت کار نتیجه ده چې تر ډیرو سختو شرایطو لاندې یې ترسره کړی دی.»

هندوستان په افغانستان کې د طالبانو د رژیم تر ړنګیدو وروسته د افغانستان یو له لویو مرسته کوونکو ملګرو هیوادونو څخه پاتې شوی دی. خو کابل ته د نوي دهلي دغه نزدې والي د اسلام آباد اندیښنه راپارولې ده چې د کارپوهانو په اند یې د دواړو هیوادونو تر منځ یوه سړه جګړه پیل کړې ده.

د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل: «په افغانستان کې د هندوستان اصلي انځور د هغه شریک دی چې د په سختو حالاتو کې [د افغانستان] تر څنګ دریدلی دی، داسې یو شریک چې د افغانستان له پراختیا سره یې ډیره مرسته کړې ده، نه دې هغو شریکانو په څیر چې له ناامنیو او ترهګري سره یې مرسته کړې ده.»

له دې خبرو څخه د دې هندي چارواکي هدف په روښانه توګه پاکستان ته اشاره وه، چې د کابل له خوا له طالبانو څخه په ملاټړ کولو تورن دی.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب